د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار له داعش ځپلیو کورنیو یې واورئ


ځیني کورنۍ وايي ځینې غړي يې د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې پاتې شوي چې دوی ترې خبر نه دي
ځیني کورنۍ وايي ځینې غړي يې د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې پاتې شوي چې دوی ترې خبر نه دي

په ننګرهار کې چارواکي وايي د پچیر اګام په ولسوالیو کې د داعش د بریدونو او روان جنګ له کبله شاوخوا ۱۲۰۰کورنۍ له سیمې تښتېدلي دي.

دغه کورنۍ د جلال اباد په ښار او د ننګرهار په نورو سیمو کې د خپلو عزیزانو په کورونو او نورو سیمو کې اوسیږي، اکثره کورنۍ وايي تراوسه ورته مرستې نه دي ور رسېدلي.

له بې ځای شویو یې واورئ

یوې بې ځایه شوې مېرمن چې د خپلې کورنۍ له ۱۸ نورو غړو د بر پچیر له هغې سیمې راوتلې، چرته چې داعش وسله والو د حکومت سره د جګړې لپاره سنګرونه نیولي دي، راته خپله کیسه وکړه.

دوی لس ورځې په یوه خونه کې ایسار پاتې شوي او وايي وچه ډوډۍ یې له اوبو سره دومره خوړله چې یوازې ژوندي پاتې شي. دا مېرمنه وايي چې داعش وسله وال یې مخامخ نه دي لیدلي، خو د پښو ترپها او ددوی د مخابرو غږونه یې اورېدل.

هغه وايي نور له لوږې مړه کېدل، ځکه یې ځانونه ژوندي را وویستل، دوی اوس د بهسودو ولسوالۍ د لسمې ویالې په سیمه کې له یو خپلوان کره اوسېږي.

۲۸ کلن ماڼوګل ددغې کورنۍ یو بل غړی دی. هغه وايي د غرونو په ناوو کې یې ځانونه د داعش له منګولو راخلاص کړي دي. نوموړی زیاتوي داعش وسله والو هغه کسان وژل او بندیانول چې ځوانان او یا د پاخه عمر لرونکي وو.

ددغې کورنۍ مشر ۶۵ کلن ملنګ امریکا غږ اشنا ته وویل چې وړوکی لمسی یې په مرمۍ ولګېد، د مرګ پر وخت یې ترپکې وهلې، خو دوی د ځان له وېرې ونه شو کولی چې ددغه ماشوم مړی هم راپورته کړي.

دغه کس وایي مېرمن یې په بر پچیر کې ایساره ده او دمړي او درک یې نشته. تر اوسه له دغو کورنیو سره حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې او نه یې څوک پوښتنې ته ورغلي دي.

د داعش ضد عملیات

د پچیراګام په ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د حکومتي ځواکونو د عملیاتو دوه اونۍ په پوره کېدو دي خو تر اوسه یې له لسو څخه ایله درې کلي نیولي دي.

ددغې ولسوالۍ ولسوال میرباز خان وايي د مالوماتو له مخې یې د داعش وسله والو په بر پچیر کې ۶۱ ملکي وګړي بندیان کړي او د اچین ولسوالۍ کې یې خپلو زندانونو ته وړي دي.

هغه وایي تمه لري چې په بر پجیر کې پاتې سیمې ژر تر ژره له داعش ډلې څخه پاکې کړي.

تر اوسه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په پچیراګام ولسوالۍ کې د جګړې او هلته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي خو په سیمه کې د خلافت په نوم له یوې راډیو اعلان کوي چې ښځو او ماشومانو ته هیڅ زیان نه رسوي.

ډېر په دې باور دي چې داعش هڅه کوي تورې بوړې ته ځان ورسوی چې د خپلو ترهګریزو بریدونو لپاره قوي مرکز پیدا کړي. داعش تر دې مخکې د ننګرهار په شینوارو کې هم مرکزونه درلودل چې بیا افغان ځواکونو يې پر ضد عملیات وکړل.

XS
SM
MD
LG