د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې داعش خلکو ته ویلي چې له سره دې نکاح وتړي


د ننګرهار ځیني قومي مشران وايي داعش دا هم ورته ویلي چې خپلې کلیمې دې هم له سره ووايي

د ننګرهار ځیني قومي مشران وايي داعش دا هم ورته ویلي چې خپلې کلیمې دې هم له سره ووايي

د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي په بر پچیر سیمه کې یې ۶۵ ولسي پاڅون کونکي لا هم د داعش جګړه مارانو په بند کې دي او دغې ډلې ګواښ کړی چې که یې شرطونه ونه منل شي، هغوی به ووژني.

ددغې ولسوالۍ یو شمېر سپین ږیري د داعش ډلې پسې د بندیانو د خلاصون لپاره په جرګه ورغلي وو، خو د هغوی شرطونه سخت وو.

قومي مشر ملک عزت خان امریکا غږ اشنا ته د داعش شرطونه یو په په وویل" یو شرط یې دا و چې په څلورو کسانو باید یو کلاشنکوف او راکټ راکوئ، بل شرط یې داو چې په قومي کچه به مونږ ته څلور پیکاګانې او څلور راکټې راکوئ. بل شرط یې داو چې شل کسان به راکوئ، چې زمونږ سره ګاردان شي. تاسې به له سره کلیمه ووايئ او له سره به نکاح وتړئ."

د نوموړي په وینا د داعشیانو بل شرط دا دی چې دغه شل کسان به هر ۱۰۰ ورځې وروسته بدلو او پر ځای به یې نوي کسان ورکوي، چې په بدل کې به یې هر سل ورځې وروسته ۱۵-۱۵ بندیان خوشې کېږي چې په څه کم دریو میاشتې کې ټول بندیان ازاد شی.

بل قومي مشر ملک محراب هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې داعشیانو خلکو ته ویلي چې له سره دې نکاوې وتړي.

د بندیانو د خلاصون هڅه

په بر پچیر کې د تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د داعش ډلې پر وړاندې د ګډو حکومتي سرتېرو عملیات روان دي چې د چارواکو په وینا ځینې سیمې یې نیولي او دوی ورو ورو مخکې تګ کوي.

د کوکنارو او نورو نشیي بوټو نه کرل او پر کارولو یې بندیز هم د داعش ډلې یو شرط دی. خو ولسي خلک وايي دغه ټول شرطونه یې نه شول پوره کولای ځکه یې جرګه تش لاس بېرته راستنه شوې ده.

داعش جګړه مارانو ۶۵ ولسي خلک نیولي دي

داعش جګړه مارانو ۶۵ ولسي خلک نیولي دي

یو بل قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې د داعش وسله والو قومي مشرانو ته ویلي چې په ۶۵ بندیانو کې یې لس وژل شوي او ۵۵ یې ژوندي دي.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان هم په سیمه کې د قومي مشرانو او داعش ډلې تر منځ د ناکامې جرګې خبره منلې او وايي تر اوسه پکې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ولسوال وايي" هو ۶۵ کسان بندیان له داعش سره دي او هغه شرطونه چې داعش ایښودي دي نو هغه خلکو نه شول پوره کولای ځکه نو مسله همدغسې پاتې ده."

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وايي "مونږ هڅه کوو چې دغه کسان په خوندي توګه له داعش څخه ازاد او کورنیو ته یې وسپارو."

د داعش ضد عملیات

خو په بر پچیر کې روان عملیات څومره بریالي دي او رشتیا هم حکومتي سرتیري مخکې ورغلي او کنه، یو ځايي اوسېدونکی په دې تړاو وايي "په سلو کې لس یا یولس فیصده مخکې تللي دي او نوره ټوله خاوره له داعش سره ده، پرون یې هم جګړه کړې او حکومتي کسان هم پکې مړه شوي دي".

خو ولایتي چارواکي وایي د بر پچیر په دواړو خواوو کې حکومتي سرتیري یو څه مخکې شوي او ژر ده چې دغه جګړه به وګټي. تر اوسه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د روانې جګړې، هغوی سره د بندیانو او یا اوېښودو شرطونو په اړه څه نه دي ویلي.

د داعش وسله وال د پچیراګام له بر پچیر سره سره د اچین، هسکې مېنې،نازیانو او کوټ ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې حاکم دي چې حکومت یې پر وړاندې پخوا جګړه کړې خو تازه تازه یې ددغې ډلې د سرکوبولو کوم غوڅ اقدام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG