د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننګرهار کې ۱۷ افغان سرتېري ووژل


افغان چارواکي وايي په دغې نښتې کې د داعش ۳۰ وسله وال هم وژل شوي
افغان چارواکي وايي په دغې نښتې کې د داعش ۳۰ وسله وال هم وژل شوي

د افغانستان په ننګرهار کې چارواکي وایي چې د داعش جګړه مارانو په تازه برید کې لږ ترلږه ۱۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.

دا برید د جمعې په شپه د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې شوی دی. د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري امریکا غږ ته وویل چې داعش جګړه مارانو د افغان ځواکونو یوه پوسته سقوط کړې او " ۱۷ پوځیان یې وژلي دي".

دغه خبره د افغان حکومت یوې بلي منبع هم موږ ته تائید کړه. د اسوشیتډ پرس اژانس هم د یوه چارواکي له خولې ویلي چې په برید کې ۱۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لېوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین وايي چې تېره شپه یې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ ساحه کې ۳۰ داعش جنګیالي وژلي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې تېره شپه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش او حکومتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه شوې چې دواړو اړخونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. هغه د حکومتي ځواکونو د تلفاتو دقیق ارقام نه ښيي.

ښاغلی خوږیاڼی وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش اوه غړي ژوندي نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG