د لاس رسي وړ اتصالات

ډرون بمباریو ننګرهار کې د داعش راډیو ورانه کړه


په ننگرهار کې د داعش رادیو څو ځلې له منځه وړل شوی ده
په ننگرهار کې د داعش رادیو څو ځلې له منځه وړل شوی ده

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې بهرنیو ځواکونو د چارشنبې په ورځ د اچین ولسوالۍ په خروه، لنډۍ او کوچیانو سیمو کې بمبارۍ کړي چې له امله یې د داعش د راډيو دستګاه له منځه وړل شوې ده.

ښاغلی خوږگیاڼی وایي د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ۲۶ داعش وسله وال هم وژل شوي دي.

ښاغلی خوږگیاڼی زیاتوي چې په وژل شویو کې څوارلس تنه بهرنیان دي، چې څلور یې تاجیکستانيان او لس تنه نور یې د خیبر پښتوخوا د اورکزیو اوسېدونکي دي.

د هغه په وینا په دغو بریدونو کې ولسی خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

داعش راډيو د تېر یو کال راهیسې په ننګرهار کې د خلافت په نوم په ایف ایم څپو خپرونې کولې. ددې رادیو دستگاه څو ځلې له منځه وړل شوې خو هر وار یې له یو څه ځنډ وروسته یې بیا خپرونې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG