د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننګرهار کې نورې سیمې ونیولې


په چپرهار کې د داعش وروستي پرمختګ د خلکو د امنیت په برخه کې نوې ويره پېدا کړې ده.
په چپرهار کې د داعش وروستي پرمختګ د خلکو د امنیت په برخه کې نوې ويره پېدا کړې ده.

د چپرهار ولسوالۍ د ننګرهار د مرکز جلال اباد سره نژدې ده، دغلته له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د داعش جګنگیالي له طالبانو سره په جنګ دي.

ویل کیږي چې په دغو نښتو کې ۱۷ طالبان او ۱۴ داعشیان وژل شوي دي او د دواړو خواو څخه تر ۲۰ زیات کسان ژوبل دي.

په چپرهار کې د داعش وروستي پرمختګ د خلکو د امنیت په برخه کې نوې ويره پېدا کړې ده.

د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د داعش په جنګیالیو کې یو شمېر پاکستانیان هم لیدل کیږي.

هغه وايي " طالبان له سیمې وتلي دي او په ټولې ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي ځای پر ځای شوي دي. تور بېرغونه يې ځړولي دي او په منځ کې يې د پاکستان د اورکزیو، د لوګر او د غزني خلک هم شامل دی. "

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي وویل چې داعش د چپرهار په ولسوالۍ کې خپل بریدونه او حدود مشخص کړي دي "داعش له خپلو تورو بېرغونو سره راغلل، ځایونه یې مشخص کړل او خپل خلک يې په کې ځای پر ځای کړل. "

چپرهار تورې بورې ته نژدې او د جلال اباد له شپږمې ناحیې سره جوخت پروت دی، د جلال اباد یو شمېر ښاریان ویره لري که په لېرو پرتو سیمو کې د داعش او نورو وسله والو مخه ونه نیول شي، شاید یوه ورځ ښار ته هم را ورسیږي.

خو، د ننګرهار والي وايي چې د داعش پر ضد يې قوي پلانونه جوړ کړي او په پام کې ده چې یو لړ عملیات پیل کړي.

هغه وايي " د ښار لپاره مو یو قوي امنیتي کمربند او په چپرهار کې د داعش پر ضد د عملیاتو لپاره قوي پلان جوړ کړی دی. د دې لپاره چې ښه او دقیق معلومات ولرو، د ننګرهار د ولایت او د چپرهار د ولسوالۍ امنیه قومندانان مې رابللي وو او خبرې مو سره وکړي. امنیتي مسولینو ته مې لارښونه وکړه چې په دغې ولسوالۍ کې امنیتي غونډه وکړي."

اخوا، د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي چې داعش د چپرهار په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی، خو افغان ځواکونه يې په وړاندې پر مخ روان دي.

بلخوا د غزني د امنیې قوماندان جنرال امین الله امرخیل امریکا غږ ته وویل چې د غزني په وژل شویو کسانو کې ځيني پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي. نښتې د ده یک او بند اب په ولسوالیو کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG