د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار:د داعش او طالبانو تر منځ جګړې لا هم روانې دي


د ننګرهار د والي ویاند وايي د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړو نه په ګټې اخیستلو یې، پر دواړو غاړو بمبارۍ کړي او ګڼ شمېر یې وژلي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړو نه په ګټې اخیستلو یې، پر دواړو غاړو بمبارۍ کړي او ګڼ شمېر یې وژلي.

په ننګرهار کې له وسله والو طالبانو سره جنګېدونکې داعش ډلې له یو شمېر ولسوالیو نه پښې سپکې کړي، خو په ځینو سیمو کې یې لاهم خپلې جګړې تودې ساتلې دي.

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال ددواړو ډلو تر منځ جګړه په دریو ولسوالیو کې روانه ده.

هغه وايي"یواځې په هسکه مېنه، اچین او نازیانو ولسوالیو کې ددواړو ډلو تر منځ جګړې محدودې شوي دي او په نورو سیمو کې ددوی تر منځ دجګړو کوم راپور نه شته."

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دشینوارو په اکثره ولسوالیو کې وسله وال طالبان په درېیمې یا داعش ډلې برلاسي شوي دي.

خو حکومت وايي ددواړو ډلو له جګړو یې په ګټې اخیستنې خپل لسګونه مخالفین وژلي دي.

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي وویل"ددواړو ډلو دځپلو لپاره افغان ځواکونه عملیات کوي او یا هم هوايي بریدونه کوي. داسې راپورونه شته دی ،چې په تېرو دوه اونیو کې څلور هوايي ضربې اجراء شوي دي،چې ددواړو ډلو څخه پکې ۶۶ کسان وژل شوي دي."

په دغه ولایت کې ددواړو ډلو له پیل شوې جګړې نه ولسي خلک هم په ارامه ده دي پاتې شوي.

دولایتي مسولینو په وینا ،چې دشینوارو له یو شمېر ولسوالیو نه لږ تر لږه څلور سوه کورنۍ راکډه شوي او په بېلابېلو ولسوالیو کې یې اړولي دي.

دننګرهار دمهاجرینو چارو ریاست امریکا غږ ته ویلي،چې دشینوارو له ولسوالیو څخه څلور سوه کورنۍ راکډه شوي،چې ځینو کورنیو ته یو څه مرستې هم رسېدلي دي.

دراکډه شویو کورنیو له ډلې ځینې یېوايي دومره بې وسه دي،چې دخپلو ناروغانو ددرملنې او روژه ماتي پیسې هم نه لري.

دشینوارو په ولسوالیو کې ځايي خلکو ویلي،چې دواړه ډلې ان له یو بل سرونه هم پرې کوي،خو هغه خلک هم ژوندي نه پرېږدي،چې دحکومت پلوي دي.

ولسي خلکو دا هم ویلي،چې داعش ډله په شینوارو کې له ښوول شویو سیمو نه په نورو کې هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG