د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د ننګرهار د هسکې مېنې امنیه قوماندان وژلی


تراوسه داعش د دغه برید په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تراوسه داعش د دغه برید په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې داسلامي دولت یا داعش وسله والو نن سهار وختي د هسکې مېنې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید کړی چې په پایله کې یې ددغې ولسوالۍ امنیه قوماندان له څلورو پولیسو سره وژل شوی دی .

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه ډله ییز برید کې چې څو ساعته یې دوام کړی د هسکې مېنې امنیه قوماندان شاه محمود، څلور امنیتي سرتیري او ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.

خوږیاڼی وايي چې د سختې جګړې پر مهال تازه دمي امنیتي سرتیري پر وخت دجګړې سیمې ته رسېدلي او د اعش وسله وال یې په شاه تنبولي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه برید کې شپږ پولیس او اوه داعش جنګیالي هم زخمیان شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي چې د نوم له ښودلو ډډه کوي امریکا غږ ته ویلي چې جګړه ډیر اوږده وه چې په ترڅ کې یې د داعش وسله وال د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته ور ننوتلو بریالي شوي وو.

دغه ځايي اوسیدونکی وايي چې په جګړه کې درنې وسلې هم کارېدلې او ممکن د امنیتي سرتېرو مرګ ژوبله له دې هم لوړه وي.

تر اوسه د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

هسکه مېنه هغه ولسوالۍ ده چې په لوړو څوکو کې یې د داعش ډله حاکمه ده او ډېر کله له حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېله پاتې شوې ده .

که څه هم حکومتي چارواکي وايي چې د ننګرهار په شینوارو کې یې د داعش ملا ماته کړې،خو ځینې ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه ډله لاهم په اکثرو سیمو کې حاکمه او د زیاتېدو په حال کې ده.

XS
SM
MD
LG