د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننګرهار ولایت کې پر ولسي خلکو بریدونه پیل کړي


یوه سیمه ییز چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې " د مامند تنګي،خړکي او وچ خوړ په سیمو کې د داعش ډلې په خلاف سختې جګړې روانې دي ، داعش اوس خپلې غټې وسلې ولسي خلکو په کورنو راښکته کړي او دعامو خلکو ویشل یې پیل کړي دي."

دغه سیمه ییز چارواکی وايي چې " درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د داعش ډله له اچین ولسوالۍ څخه وویستله خو دا ډله اوس په یوه قوت سره دمامند سیمې ته راغلې او دسپکو او درنو وسلو بریدونه یې پیل کړي دي."

دی زیاتوي چې " د داعش ډلې دیو شمېر قومي خلکو کورنو ته اورونه اچولي دي."

تر اوسه له شلو ډېرې کډې دجګړې له وېرې د سیمې نه راوتلي او نورې دجګړې په ساحه کې ایسارې دي.

هغه وايي د " دوی پولیس د دواړو ډلو سره دجګړې کرښې ته نشي ورتلی خو په یوه داسې پلان کار کوي چې د دغو ډلو له جګړو څخه په ګټې اخیستنې دواړه ډلې څومره ځپلی شي."

د مامند یو اوسېدونکي او قومي مشر ملک امین امریکا غږ ته وویل چې " د داعش ډلې له نن سهار راهیسې د دوي په سیمه کې پنځه قومي مشران یو ځای وژلي او یو شمېر نور یې زخمیان کړي دي."

هغه وايي وروستي مالومات ښیي چې " د داعش ډله په کلیو او بانډو حاکمه شوې دهاو زیات شمیرملکیان یې وژلي دي خو کره شمېره یې ځکه نه ده مالومه ،چې دعامو خلکو مړي او ژوندي لا ورک دي."

هغه وايي،چې دداعش ډلې د لسګونو قومي خلکو کورونههم وسوځول.

د اچین ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبد القیوم وايي" عام خلک دطالبانو سره ملګري شوي او د داعش خلاف یې جګړه پیل کړې ځکه یې دغه پنځه قومي مشران وژلي دي او دمرګ ژوبلې لړۍ لا دوام لري."

خو ولایتي اداره بیا یواځې دومره منيد اچین په ولسوالۍ کې د دوو مخالفو غاړو تر منځ جګړه روانه ده او دملکي مرګ ژوبلې راپور نه لري.

دننګرهاردشینوارو په یو شمېر ولسوالیو کې داعش او طالبان له تېرې څه مودې راهیسې په خپلو کې سره په جګړه شوي،چې وخت ناوخته یو او بل راڅملوي.

دپنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت چارواکو دیوې خبري غونډې په وخت ویلي و چې ددغه ولایت په شینوارو او دریو نورو ولسوالیو کې د دولت دمخالفو ډلو پسې ۱۴ ځمکني او هوايي عملیات کړي،چې دتېرې اونۍ راهیسې پکې ددواړو ډلو څخه نژدې سل وسله وال وژل شوي و،چې دداعش ډلې درې مهم قوماندان هم پکې شامل وو.

XS
SM
MD
LG