د لاس رسي وړ اتصالات

داعش وایي د روسیې د یو مامور سر یې پرې کړی


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

په امریکا کې د اسلامي دولت د فعالیتونو د څار یوې ډلې د سه شنبې په ورځ ویلي دي د اسلامي دولت ډلې یوه ویډیو خپره کړیده چې پکې د روسیې د استخباراتو د یو مامور نه سر پرې کوي. خو د روسیې د دفاع وزارت د اسلامي دولت د ډلې دغه ادعاگانې رد کړي.

د اسلامي دولت ډلې دغه ویډیو په داسي وخت کې خپره کړیده چې روسیې د نازي جرمني نه په ١٩۴٥ کال کې د جنگ د گټلو کلیزه لمانځله.

دغه ویډیو چې دولس دقیقې اوږده ده، داسي ښکاري چې یو سړی چې توری جامې یې اغوستي دي، د روسیې د نورو جاسوسانو نه غواړي چې ځانونه دې د اسلامي دولت ډلې ته حواله کړي.

د داعش یو غړي د روسيې د دغه مامور د سر د پرې کولو نه مخکې په ویډیو کې وویل چې"دی بی عقله د خپل ملک په هغه لوظونو باور کړی و چې که دی ونیول شو نو حکومت به یې تپوس وکړي."

دا لا تر اوسه نده تائیده شوي چې دا ویډیو څومره موثقه ده او دا لا هم نده معلومه چې څوک وژل شویدی.

د روسیې خبري مطبوعاتو ویلي د دفاع وزارت وایي چې د هغوي عسکر په سوریې کې د نړیوال دهشت په خلاف جنگیږي. تر اوسه پورې د روسیې فیډرالي امنیتي ادارې په دی هکله عکس العمل ندی څرگند کړی. خو د روسیې یو سناتور ویکور اوزرو د انټر فاکس خبري اژانس ته وویل چې "که د اسلامي دولت ډلې په رښتیا هم دا کار کړی وي نو دهغې به سخت ځواب ورکړي."

د روسیې حکومت د سوریې په جگړې کې د اسلامي ترهگرو او یاغیانو په ضد د بشار اسد د قواوو طرفداري او مرسته کوي.

روسیې په ورستیو کې په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په مرکزونو هوایي بریدونه کړیدي. داسي ښکاری چې د اسلامي دولت د ډلې ویډیو د روسیې د بمباریو ځواب دی.

د روسیې د فاع وزارت وایي چې د ٢٠١٥ کال نه تر اوسه پورې په سوریې کې یې ٣٠ تنه عسکر وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG