د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت ډله چا جوړه کړه؟


اسلامي دولت اوس په عراق او سوریې کې پراخې سیمې نیولي دي.
اسلامي دولت اوس په عراق او سوریې کې پراخې سیمې نیولي دي.

د چارو کارپوهان وايي چې زیات شمیر نظریات ښایي سمې وي ځکه زیات شمیر لاملونه ددې باعث شول چې د اسلامي دولت یا داعش ډله رامنځ ته شي خو وايي یوه بل ته ګوته نیول په سیمه کې فرقه يي جګړې ته لمن وهي او دا ددې لامل ګرځي چې د افراطیانو سره مبارزه ستونزمنه شي.

دا به ډیره ستونزمنه وي چې په منځني ختیځ کې داسې یو هېواد پیدا شي چې پرې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې د راپورته کېدو تور نه وي لګول شوی.

د چارو ځیني پوهان وايي چې ددوی دغه ادعاګانې ښايي پر ځای وي ځکه په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا په مشرۍ د برید وروسته د صدام حسین رژیم وړنګ شو او په لړ کې یې سیمه ایزې ډلې او نړیوال قدرتونه په نیابتي جګړو اخته شول چې په عراق کې نفوذ پیدا کړي.

د کارنیګي د څړینیز مرکز د مینځني ختیځ کارپوه رناد منصور داسې وايي"اسلامي دولت په اصل کې د فرقه ايي جګړو نظامي کول دي چې دغو اختلافاتو ته نظامي بڼه ورکړل شوه. زما هدف دا دی چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې په عراق کې په بیلابیلو پیمانو فرقه ايي جګړې وې او کېدلې. ټولې هغه کړۍ چې په دې جګړو کې دخیلې وې زما په آند د اسلامي دولت د رامنځ ته کېدو مسوله دي."

په عین حال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې بیا سیاستمداران پر یوه بل باندې تورونه لګوي چې داسې شرایط یې رامنځ ته کړل چې اسلامي دولت یا دداعش ډلې په کښي سر راپورته کړ.

دغه راز پر یوه بل باندې د پړه ورواچولو لړۍ آن تر مینځني ختیځه پوري رسېدلې ده او هېوادونو او ډلې پر خپلو دښمنانو باندې تور لګوي چې دوي د داعش په راپورته کېدو کې ګرم دي. همدې مسلې د داعش پرضد مبارز لازیاته مغلقه کړې ده او فرقه ايي جګړې یې لازیاتې کړي دي.

د اسلامي دولت ډلې پروسږکال په عراق او سوریې کې ځیني سیمې ونیولې. د هماغه وخت راهیسې یې په دې سیمو کې قتلونه، جنسي تیري، غلاګانې او یرغمل نیونې پیل کړي دي چې نړۍ ته ځان وروښيي.

د الاحرام د سیاسي او ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز څخه زاید اکل وايي چې یو دلیل چې ولي د اسلامي دولت په هکله معلومات مغشوش کونکي دي دا دی چې معلومات هره ورځ یواځي د اسلامي دولت د خپلو سرچینو څخه خپرېږي.

اکل وايي"د اسلامي دولت د ډلې له مینځه چې هر خبر راځي سرچینه یې په خپله د اسلامي دولت ډله وي. پر دغو معلوماتو او ویډیوګانو باندې د اسلامي دولت نښانونه وي."

د امریکا متحده ایالات، سعودي عربستان، قطر، ترکیه، ایران او اسرایل د هغو زیات شمیر هېوادونو په ډله کې راځي چې پرې دا تور دی چې یا یې اسلامي دولت رامنځ ته کړی او یا هم ددې ډلې حمایت کوي. دا په داسې حال کې ده چې همدغه هېوادونه داسلامي دولت یا داعش پر ضد مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG