د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا پولیسو لس تنه د داعش سره د یو ځای کېدو په تور نیولي


د کاناډا پولیسو د نیول شویو کسانو په اړه ډېر معلومات خپاره کړي نه دي.
د کاناډا پولیسو د نیول شویو کسانو په اړه ډېر معلومات خپاره کړي نه دي.

د کاناډا پولیسو د مونټرېال په هوايي میدان کی لس ځوانان په دې شک نیولي دي چې غوښتل ېې بهر ته ولاړ شي او بیا په عراق او سورېې کې د اسلامي دولت یا داعش له ډلې سره یو ځای شي.

دغه کسان د تېرې اونۍ په پای کې نیول شوي خو، پولیسو وروسته خبر خپور کړی دی. پولیسو نه دي ویلي چې د دوی د سفر لومړنی پړاوو کوم هېواد و.

دا لا معلومه نه ده چې نیول شوي کسان په خټه د کوم هېواد وګړي دي.

د کاناډا د شاهي سپرو پولېسو په یوې بیانې کې راغلي دي چې دغه لس کسان ېې د تېرې اونۍ په وروستیو کې نیولي دي او پاسپورټونه ېې ضبط کړي دي.

د نیول شویو کسانو په اړه لا ډېر دقیق معلومات خپاره شوي نه دي او دا هم ویل شوي نه دي چې دوی په ډله اییز ډول تلل او که په انفرادي ډول یې نیولي دي.

کاناډاېې چارواکي واېې چې فعلا د دغو کسانو دکورنېو دغړو او دوستانو نه هم پوښتنې روانې دي خو لا په رسمي ډول تورن شوي نه دي.

کاناډاېې چارواکي کوښښ کوي چې دهغو ځوانانو مخه ونېسي چې غواړي عراق او سوريي ته سفر وکړي او داسلامی دولت له ډلې سره ملگري شي.

گومان کیږي څو کاناډايي ځوانان چې سږکال په جنورۍ کې ېې د ترکیې له لارې سوریي ته سفر کړی و، د اسلامي دولت له ډلې سره ېوځای شوي دي او چارواکو د سفر کولو نه مخکې څو کسان نېولي هم دي.

داعش چې دا مهال په عراقې او سوریې کې ډېرې سیمې تر واک لاندې دي، پر انټرنټ او ټولنیزو شبکو کې ډېره فعاله ډله ده، د نړۍ په یو شمېر برخو کې یې ډېر ځوانان خپلو لیکو ته ورجذب کړي.

څه موده مخکې د امریکا د فدرال د تحقیقاتو ادارې اندېښنه وښوده چې شاید په امریکا کې د داعش زرګونه پلویان په انټرنټ کې فعاله وي، او داعش به هڅه کوي چې ډېر ځوانان له دغې لارې جذب کړي.

XS
SM
MD
LG