د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په مرکزي اسیا کې زرگونه کسان جذب کړي دي


سناتور کرس سمت "همدا تیره اونۍ موږ واوریدل چې د تاجکستان د ترورزم ضد د پروگرام قوماندان، چې د متحده ایالاتو لخوا هم روزل شوی و، خپله وظیفه پریښودله او د داعش سره یوځای شو."
سناتور کرس سمت "همدا تیره اونۍ موږ واوریدل چې د تاجکستان د ترورزم ضد د پروگرام قوماندان، چې د متحده ایالاتو لخوا هم روزل شوی و، خپله وظیفه پریښودله او د داعش سره یوځای شو."

په منځني ختیځ کې د جگړه مارو ډلو په ځانگړې توگه د داعش د پاره د جنگیایلیو د استخدامولو یوه نوې سیمه، د مرکزي اسیا هیوادونه دي. داعش په ډیر چټکۍ سره د مرکزي اسیا په هغو هیوادو کې ځوانان جذبوي چې اقتصادي وضعه یې ښه نه ده او استبدادي حکومتونه لري.

ملگري ملتونه اټکل کوي چې د داعش سره شا او خوا د سلو هیوادونو څخه تقریباً پنځه ویشت زره بهرني جنگیالي یوځای شوي دي. د متحده ایالاتو د ترهگری ضد د مرکز لخوا د خپرو شویو ارقامو پر بنسټ، داعش د مرکزي اسیا په هیوادو تاجکستان او قرغزستان کې سلگونه کسان او په قزاقستان کې تر یو زر ډیر کسان استخدام کړي دي.

په یوه استماعیه غونډه کې سناتور کرس سمت وویل "همدا تیره اونۍ موږ واوریدل چې د تاجکستان د ترورزم ضد د پروگرام قوماندان، چې د متحده ایالاتو لخوا هم روزل شوی و، خپله وظیفه پریښودله او د داعش سره یوځای شو.

کارپوهان وایي د منځنۍ اسیا د حکومتونو ډیرۍ ستونزې پخپله د دوی د لاس زیږنده دي. د بیلگې په ډول په دې هیوادو کې پراخ مالي فساد دی، د قانون حاکمیت نشته او بشري حقونو ته درناوی نه کیږي. خلک د بې روزگارۍ او بدې اقتصادي وضعې له امله د دولت څخه خوابدي دي. رادیکال مذهبي ډلې له دې موقع گټه اخلي او ځوانان د خپلو موخو د پاره استعمالوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت معاون، دانیال روزنبالم وایي "په دې اړه ډېرې باوري منابع نشته، خو په څیړنو کې دا جوته شوي ده چې د منځنۍ اسیا ځوانان چې په عراق او سوریه کې جنگیږي، هغه د خپلو هیوادونو څخه د باندې استخدام شوي دي. ډیری یې په روسیه کې جذب شوي دي، چې د منځنی اسیا څو میلیونه کارگران هلته اوسیږي.

متحده ایالات د ترهگرو د رسنیز کمپیان او له یوه هیواد څخه بل هیواد ته د جنگیالیو د تگ راتگ د مخنیوي په لارو چارو کې د سیمې له حکومتونو سره مرسته کوي. د شنونکو په اند دغه موضوع عاجل حل نلري خو په اوږدمهال کې باید دا هڅه وشي چې ددې هیوادونو کورنی اقتصاد غښتلی شي، او ځوانانو ته په خپلو خپلو هیوادونو کې د کار امکانات وپنځیږي، ځکه چې په کډوالۍ کې د بیگانه چاپیریال په نسبت، په خپل کور کې سخت دریځی ته د ځوانانو د جذبیدو امکانات کم وي.

متحده ایالات د سیمې سره مرسته کولی شي خو ځیني نور په دې ټینگار کوي چې واقعي حل، د ځایي حکومتونو په لاس کې دی.

د جورج ټاون پوهنتون استاد فرانک سیلفو وایي "ددې موضوع سره د منځنۍ اسیا حکومتونه مخ دي او هغه خپل خلک او ټولنه ډیر ښه پیژني. بالاخره به هم دوی پخپله پیښې معلوموي، څیړنې به کوي او مخنیوی به کوي.

د دې چارو پوهان د منځني اسیا او نورو هیوادو حکومتونو ته توصیه کوي چې د داعش سره د ځوانانو د یو ځای کیدلو د مخنیوي د پاره، هر څوک باید په خپل هیواد کې د بشري حقونو وضعیت ته پاملرنه او د لیږکیو سره د تبعیض مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG