د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش یو قوماندان خپل یولس ملګري وژلي


دداعش جنګیالي د یوه کال راهیسې د ننګرهار په یوشمیر ولسوالیو کې د افغان وسله والو ځواکونو او طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
دداعش جنګیالي د یوه کال راهیسې د ننګرهار په یوشمیر ولسوالیو کې د افغان وسله والو ځواکونو او طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د ننکرهار په ولایت چارواکي کې وایي چې تېره شپه د اچین د ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کې د د اسلامي دولت یا داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یو قوماندان زمین جان چې په ابوبکر مشهور دی په خپلو ملګرو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي او یولس کسان یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي، چې ددغو وژنو اصلي علت معلوم نه دی ؛ خو دده د معلوماتو له مخې وژونکی سړی له سیمې تښتېدلی او وسله والو طالبانو په ټپي حالت کې نیولی دی.

خو دسیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي د داعش ډلې دغه مخکښ قوماندان خپل اته ملګري وژلي دي.

دغه ځايي وکړی چې خپل نوم نه اخلی وايي چې څو ورځې وړاندې د قوماندان ابوبکر ورور هم له طالب وسله والو سره په جګړه کې وژل شوی و.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار کې اچین هغه ولسوالۍ ده چې د لومړي ځل لپاره په کې د داعش ډلې سر راپورته کړی او اوس هم دغه ډله د دغې ولسوالۍ په ډېرو غرنیو سیمو حاکمه ده.

چارواکي وايي ادعا کوي چې اوس مهال د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې د داعش ډلې زور کم شوی او یوازې په څو محدودو سیمو کې فعالیت لري او دغه ډله ډېر وخت له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېله وي چې دواړو غاړو ته پکې تر اوسه درانه زیانونه اوښتي دي.

چارواکو دا هم ویلي چې د داعش ډلې په ماتولو کې ډرون بریدونو رول لوبولی دی، خو سیمه ییز اوسېدونکي وايي چې داعش ډله لاهم په پخوانیو سیمو کې حاکمه ده.

XS
SM
MD
LG