د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د اروپا لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې


د اسلامي دولت یا داعش ډلې شاوخوا څلور سوه جنګیالي د دې لپاره روزلي چې د پاریس او بلجیم د بریدونو په شان د اروپا په نورو ښارونو کې هم تروریستي بریدونه وکړي. دغه معلومات اروپایي چارواکو د اې پي خبري اژانس ته ورکړیدي.

سره لدې چې‎ په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې د داعش د جنګیالو د لاسه وتلي دي خو داسې معلومیږي چې اوس دغه ډلې خپلې وړې شبکې او ډلې اروپايي هیوادونو ته لیږلي دي.

د عراق او یو شمیر اروپایي هیوادونو د استخباراتي ادارو مسؤلین وایي چې " داعش په سوریه، عراق او حتی د پخواني شوري اتحاد په ځینو هیوادونو کې د روزنې مرکزونه لري. " د پاریس د بریدونو اصلي تنظیم کوونکي هم د پولیسو لخوا تر وژل کیدو وړاندې ویلي و چې د یوې نوي کسیزې ډلې سره اروپا ته د جګړې لپاره راغلی دی.

په بلجیم کې اوس هم چاروکي د هغه کس پسې ګرځي چې ګمان کیږي د سه شنبې د ورځې په بریدونو کې لاس لري. د خلکو سره دا ویره ده چې ښایي دغه فراري شخص به هم د صلاح عبدالسلام په شان کوم عمل وکړي.

د پاریس د بریدونو نه وروسته عبدالسلام بلجیم ته وتښتید او هلته یې د نویو بریدونو بندوبست وکړ.

د اې پي خبري اژانس د معلوماتو له مخې د اروپايي هیوادونو نه شاوخوا پنځه زره کسان سوریې ته تللي چې د داعش سره د جګړې کولو لپاره یو ځای شي. داسې اټکل کیږي چې د دغو کسانو د جملې نه څلور یا شپږ سوه یې په اروپایي هیوادونو کې د بریدونو لپاره روزل شویدي.

د بلجیم په هوايي ډګر او د اورګاډیو په یو تم ځای کې د سه شنبې د ورځې د بریدونو ادعا هم داعش کړې. دغه ډلې ویلي دي چې د بروکسل د برید لپاره د عسکرو یوه مخفي قطع لیږلې وه.

د اروپا د پولیسو ادارو او استخباراتي مسؤلینو هم تائید کړې چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په بهرنیو هیوادونو کې د بریدونو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې د خاصو عملیاتو د ځواکونو په شان بریدونه وکړي

XS
SM
MD
LG