د لاس رسي وړ اتصالات

العبادي: ډېر ژر به له داعش نه د رمادي ښار بېرته ونیسو


د داعش ډلې جنګیالیو تېره اونۍ د عراق د الانبار ولایت مرکز رمادي ونیوه.

د داعش ډلې جنګیالیو تېره اونۍ د عراق د الانبار ولایت مرکز رمادي ونیوه.

د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادي وايي چې په را روانو څو ورځو کې به له داعش ډلې نه د رمادي ښار بېرته ونیسي.

ښاغلي عبادي دغه خبرې د بي بي سي سره په یوې مرکې کې کړي دي او دا یې منلې چې د عراق امنیتي ځواکونو خپلې پوځي اډې پرېښي دي.

د رمادي د ښار د سقوط وروسته د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې د عراق امنیتي ځواکونه د داعش سره د مقابلې اراده نلري.

خو العبادي ډاډ څرګند کړ چې هیواد یې دا وړتیا لري چې داعش په شا وتمبوي.

نوموړي وویل چې دا حقیقت دی چې اسلامي دولت دغه جګړه وګټله خو دا په دې معنی نه ده چې هغويیبریالي شوي دي.

د داعش پر ضد د ایتلافیانو غونډه

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د اسلامي دولت پر وسله والو باندې یوازي هوایي بمبار کفایت نه کوي.

د اسلامي دولت د ډلې لخوا په سوریه کې د پلمیرا او په عراق کې د رمادي د ښارونو د نیول کیدو په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې وزیرانو په دوحه کې د خلیج د همکارۍ د هېوادونو له وزیرانو سره غونډه وکړه او د سیمې پر وروستي سیاسي او جنگي وضعیت وغږېدل.

د اروپایي اتحادیې د پالیسۍ مشرې فیدیریکا موگیریني وویل "د سیمې وضعیت ډېر هیجاني دی او ارزښت یې په دې کې دی چې خلیج او نړیواله ټولنه د یو سیاسي حل په نظریې فکر وکړي، ځکه چې د سوریې او عراق د کړکیچ یوازینی حل سیاسیکیدلی شي."

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد بن محمد وویل چې د هوایي بمبار ترڅنگ نړیوال باید د سیمې له هیوادونو سره لا ډېره همکاري ولري"موږ دا نه وایو، چې ایتلاف ناکام شوی دی، ایتلاف ناکام شوی نه دی، خو موږ تل دا ویلي دي چې یوازي هوایي بمبار کفایت نه کوي. ډیر نور کارونه دي چې موږ باید په مشترک ډول هم اهنگي ولرو تر څو د تروستانو پرضد کمپاین بریالی شي."

د الانبار کډوال باید ضمانت ورکړي

بلخوا د انبار ولایت د رمادي د ښار زرگونو عراقیانو ته په دې شرط د بغداد ښار ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه چې هره کورنۍ یو ضمانت کوونکی ولري.

د رمادي څخه بې ځایه شوې کورنۍ له دې ویرې بغداد ته نه ور پریښوډل کیدلې چې د دوی په منځ کې د اسلامي دولت وسله وال ښار ور نه شي.

د بغداد د امنیې قوماندان جنرال عبدالامیر الشمري وایي" بغداد ته د بې ځایه شویو کورنیو راننوتل باید یو سیتماتیک بهیر وي. ټول وزارتونه او دفترونه، په ځانگړې ډول د مهاجرینو وزارت، سره میاشت او د عراق د پاره د ملگرو ملتونو د ماموریت دفتر باید خپل خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.

د انبار ولایت د عراق د سنیانو تر ټولو لوی ولایت دی او له هغې وروسته چې د ولایت مرکزي ښار رمادي د اسلامي دولت ډلې ونیولو، له دې ښار څخه زرگونه کورنۍ د بغداد په لور کوچیدلې دي.

د انبار ولایت یو اوسیدونکې بغداد ته د ننوتلو په مهال وویل "موږ ډیر مشکلات ولیدل. زموږ ټول ملکیتونه او مالونه له منځه ولاړل. موږ نه پوهیږو چې راتونکی به مو څنگه وي.

IOM یا د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د جمعې په ورځ د اسلامي دولت لخوا د رمادي د نیولو راهیسي ۴٠ زره کسان له انبار ولایت څخه تښتیدلي دي.

داعش په سوریې کې

بلخوا د بشارالاسد ځواکونو د سوریې په پالمیرا ښار کې د اسلامي دولت پر ډلې باندې هوایي بمباري کړې ده.

دغه تاریخي ښار تېره اونۍ د اسلامي دولت ډلې ونیوه او په سوریې کې د حقوقو فعالان وایي چې اسلامي دولت ډلې په دې ښار کې د ٢١٧ کسان وژلي دي او تر ٦٠٠ ډیر یې بندیان کړي دي.

د حقوقو ډلې مشر رامي عبدالرحمن فرانسوي خبري اژانس ته ویلي دي چې د اسلامي دولت وسله والو په دې تور چې د بشارالاسد د حکومت اجنټان دي، د یوشمېر بندیانو سرونه غوڅ کړل او یوشمیر یې په چاقوگانو او ډزو ووژل.

د سوریې دولتي رسنۍ وایي چې اسلامي دولت په پالمیرا ښار کې ۴٠٠ کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG