د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د موصل ښار د موزیم لرغونې اثار له مینځه یوړل


د داعش د ډلې له خوا د عراق د موصل ښار په موزیم کې د مجسمو ورانول
د داعش د ډلې له خوا د عراق د موصل ښار په موزیم کې د مجسمو ورانول

داعش یا د اسلامي دولت ډلې د پنجشنبې په ورځ یوه ویدیو خپره چې په کې د دې ډلې غړي د عراق د موصل ښار د موزیم د مجسمو په نړولو بوخت دي. د دې ډلې غړو په څټکونو او تخریبي وسایلو سره د موزیم تاریخي او لرغوني اثار دړې وړې کړل.

د رویترز آژانس د رپوټ په بنسټ د اسلامي دولت د ډلې په دې ویدیو کې د داعش غړي بریښي چې د دې موزیم لرغونې مجسمې راپرزوي او ټوټه ټوټه کوی یې.

په دې ویدیو کې دغه ډله همداشان ښي چې د عراق د نینوا په ولایت کې یو بل تاریخي ځای هم ورانوي.

له بلې خوا د آسوشیتدپرس، د رپوټ له مخې د موصل په ښار کې د هنري او لرغونو اثارو د نابودولو د ویدیو خپرول د دې سبب شوي چې د ملگرو ملتونو فرهنگي او کلتوري سازمان یونسکو، په عراق کې د بشر د فرهنگي میراث د امنیت د نیولو پلاره د امنیت شورا د فوق العاده غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړي.

د یونسکو د سازمان مشرې ایرینا بوکووا، ویلي دي چې د موصل په موزیم کې د مجسمو د نابودلو د ویدیو لیدل ورته خورا ټکان ورکوونکي و.

وزرلرونکې غوا، د آشوري تمدن څخه د راپاتې لرغونو مجسمو څخه ده چې د داعش د ډلې غړي یې ورانوي. هغوی په دې ویدیو کې په دې ټینگار کوي چې گواکې بوتونه له منځه وړي.

په داسې حال کې چې دغه ویدیو د زیاتو خلکو د اعتراض وړ گرځیدلې ده تر اوسه په رسمي توگه څرگنده نه ده چې آیا ټولې مجسمې اصلي وې او که نه. له دې دمخه د اسلامي دولت ډلې د موصل د ښار کتابتون د زرگونو ټوک خطي کتابونو سره د اور په لمبو وسوزاوه.

د اسلمي دولت ډلې د دموصل ښار د تیر کال د جون په میاشت کې د عملیاتو په ترڅ کې د عراق د مرکزي دولت له منگلو څخه وویسته. د عراق وسله والو ځواکونو پرته له مقاومت څخه دغه ښار پریښود. د څو میاشتو وروسته د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د عراقي ځواکونو په روزلو او د کردي پیشمرگه‌ په ملتیا به ددې ښار د بیرته نیولو لپاره اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG