د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډله په خلکو "توبه کارتونه" ویشي


کله چې د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي د عراق عسکي موصل کلي ته ورسیدل، شیح عبدالله ابراهیم پوهیده چې میرمن به یې له ستونزو سره مخامخ شي.

بثینه ابراهیم د بشري حقونو یوه وتلې رښتنې مدافعه وه چې یو وخت د موصل ایالتي شورا ته هم کاندیده وه.

د داعش د ډلې جنگیالیو له میرمن بثینې غوښتي وو چې د "توبه کارت" د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي، خو د شیح ایراهیم په وینا میرمن یې ویلي وو چې په اسانه به دوی ته سر ټیټ نه کړي.

د اسلامي دولت د ډلې د قوانینو له مخې ټول پخواني پولیس منصبدار، سرتیري او هغه عام وگړي چې فعالیتونه د داعش د سخت دریځې ډلې له نظره "بدعت" گڼل کیږي، باید چې توبه کارت لاس لیک کړي او تل یې له ځانه سره ولري.

د "توبه کارت" په نامه د داعش له خوا توزیع شوې پاڼه
د "توبه کارت" په نامه د داعش له خوا توزیع شوې پاڼه

د اسلامي دولت د ډلې واکمنۍ چې دوی یې خلافت گڼي، یو کال دمخه ددې ډلې څخه د اطاعت کولو فرمان صادر کړی و. زیات شمیر وگړي چې ددې ډلې په اند نافرمان او خطرناک گڼل کیدل، ووژل شول.

د اسلامي دولت د ډلې تر واکمنۍ لاندې سیمې هغه ځای دی چې خلک د سگرټ د بوی د له مینځه وړلو لپاره په ځان عطر وهي، تکسي چلوونکي تل د اسلامي دولت رادیویي څپو ته غوږ نیسي، ځکه چې د موسیقۍ د اوریدو سزا لس دورې ده او هغه ځای دی چې ښځې باید سر تر پښو پوښلې اوسي او د لمانځه د ادا کولو پر وخت باید ټول دکانونه تړلي اوسي.

ددې سخت دریځو قاعدو څخه د تیښتې لار نشته. یو شمیر کسان ناڅاپه بې درکه کیږي، او کله هم د هغوی د ورکیدو خبر د هغوی کورنیو ته د مړینې خبر ورکول کیږي او له دې څخه بد دا چې کله هم کورنیو ته یې د هغوی د سر غوڅلو ویدیو ور په لاس کیږي.

د اسوشیتید پرس د خبریالانو یوه ډله د عسکي موصل کلي ته تللي وو چې د داعش تر ولکې لاندې ژوندانه شرحه د دې کلي د اوسیدونکو له خولې واوري. عسکي موصل اوه میاشتې د داعش تر کنترول لاندې و تر څو چې کردي جنگیالیو د جنورۍ په میاشت کې د داعش سخت دریځه له دې سیمې څخه وشړل.

مصاحبه شویو کسانو اسوشیتیدپرس ته یو لړ اسناد ورکړل چې د هغوی په منځ کې توبه کارت، د وسلې د موجودۍ او لیږدولو جواز، د ښځو د حجاب په اړه معلوماتي پاڼې او د داعش له قلمرو څخه دباندې د سفر کولو سند شامل وو.

د سوریې یو اوسیونکي عدنان چې یو څه موده یې د داعش تر ولکۍ لاندې سیمو کې ژوند کړی او اوس په ترکیه کې مهاجر دی، د داعش تر واکمنۍ لاندې د ژوند کولو وضیعت یې ډیر تیاره او تنگ وگاڼه. هغه وویل چې خلک د داعش د اوصولو د پلي کوونکو قواوو سره د مخامخ کیدو له ویرې نه غواړي چې له کورونو څخه بهر ووځي.

عدنان وایي چې د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي د رقه ښار لوبغالی په زندان او د جنایي پلټنو په مرکز بدل کړی دی. هغه زیاتوي چې د ښار مرکزي څلور لارې د اعدامونو په مرکز بدل شوې او اوس خلک هغه "د دوزخ څلور لارې " په نوم یادوي.

عدنان چې پخپله هم یو وخت د موسیقۍ د اوریدو په وجه په دورو وهل شوی دی زیاتوي چې په موټرو کې سپاره وسله وال غړي چې افغاني محلي کالیو ته ورته جامې یې اغوستي په ښار کې گزمه کوي. هغوی د خلکو بدن د سگرټو د استعمال په وجه بوي کوي. هغو ښځو پسې گرځي چې د هغوی په وینا سم کالي یې نه دي اغوستي او هغه نارینه لټوي چې غربي ډوله ویښته او کالي یې اغوستي وي.

په داسې یوه دنیا کې ښکار ده چې بثینه ابراهیم له ستونزو سره مخامخ وه. شیخ ابراهیم وایي چې یو ځل یې خپله ماندینه یو امن ځای ته واستوله، خو لږ وروسته هغه د خپلو دریو لوڼو او دوو ځامنو په خاطر بیرته عسکي موصل ته راغله. د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي د تیر کال د اکتبر د میاشتې په لومړیو کې د بثینه کور محاصره کړ او هغه یې له کوره وایستله.

لږ وروسته شیخ ابراهیم د خپلې میرمنې د "مړینې خبر لیک"، د داعش د اسلامي محکمې د قاضي په امضا یوه ساده پاڼه چې په کې لیکل شوي وو "د بثینه مړینه تائید شوې ده" ترلاسه کړ. ابراهیم نه پوهیږئ چې د میرمنې جسد یې چیری دی.

شیخ ابراهیم وایي د میرمنې د مړینې خبرلیک یې په دې خاطر د یادگار په توگه ساتلی دی چې د میرمنې نوم یې پر هغېلیکل شوی دی.

په همدې توگه د عسکي موصل یو شمیر نور اوسیدونکي واي چې ددې سیمې څخه د داعش د جنگیالیو د شړلو سره سره اوس هم هغوی ډاریږي.

یو شمیر خلکو اوس هم د داعش د واکمنۍ په وخت صادر شوي توبه کارتونه او نور اسناد ساتلي دي، ځکه ډاریږي داسې نه چې دا ډله یوه ورځ بیا دلت راشي او له هغوی څخه دا ډول اسناد وغواړي.

XS
SM
MD
LG