د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په عراق او سوریې کې تاریخي اثار قاچاق او لوټوي


د داعش ډلې د ۲۰۱۵ کال په مۍ کې د دمشق په شمال کې د سوریې د تدمر یا پالمیرا تاریخي ښار چې د یونیسکو له خوا د یونان، روم او فارس د تمدنونو د لرغوني سیمې په توګه پیژندل شوی، ونیوه. ډیرو خلکو ویره درلوده چې ښايي دوی لرغونې تاریخي ودانۍ ویجاړې کړي.

کله چې د سوریې حکومتي ځواکونو دغه سیمه تیره میاشت بیرته ونیوله، معلومه شوه چې یواځې یو څو تاریخي ودانۍ نړول شوي او ډېرې نورې یې خوندي پاتې دي خو ، چې داعش د دغه ښار په شاوخوا کې یو شمیر تاریخي قبرونه لوټلي دي.

کارپوهان وايي د تاریخي اثارو له منځه وړل ښايي له تاریخ څخه د دغې ډلې د وچ تعبیر او تفسیر نتیجه وي.

د جان هاپکینز له پوهنتون څخه پروفیسور دانیل سرور وايي "د جان هاپکنیز له پوهنتون څخه دانیل سرور وايي "دوی ښايي ووايي چې حقیقي اسلام بیرته راژوندی کوي. دوی ښايي له محمد ص څخه د مخه تاریخ خیال ونه ساتي او د هغه له بعثت وروستهد دقیق تاریخ د ساتلو خیال هم نه لري."

په واشنګټن کې د تاریخي اثارو د یوې ټولنې مشره دیبوره لیر وايي داعش په پالمیرا کې د تاریخي اثارو د له منځه وړلو لپاره د دینې اهدافو ترڅنګ نورې موخې هم درلودې.

کارپوهان وايي د لرغونو اثارو لوټل او قاچاق د داعش جنګیالیو ورځنی کار دی.
کارپوهان وايي د لرغونو اثارو لوټل او قاچاق د داعش جنګیالیو ورځنی کار دی.

لیر وايي داعش همدارنګه په نړیواله کچه د تاریخي اثارو د له منځه وړلو په تبلیغاتي ارزښت پوهیږي لکه څنګه چې د موصل د موزیم د اثارو ماتولو د نړۍ په کچه د خبرونو په سرټکو کې ځای وموند.

د موصل د موزیم کومه ويډیو چې په یوتیوب کې خپره شوه ډیره پاملرنه یې ځانته جلب کړه.

دوی ته مالي ارزښت هم لري. داعش د تاریخي اثارو لپاره یو وزارت جوړ کړی چې وظیفه یې د د غو آثارو لوټل او خرڅول دي.

دوی د تاریخي اثارو خزانې پیداکوي او خلک تشویقوي چې راوې سپړي. د خواشینی وړ خبره خو داده چې ډیر شمیر سپړونکي روزل شوي لرغونپوهان ندي نو په دې توګه خزانه له منځه ځي.

د نړیوالو قوانینو له مخې د تاریخي آثارو له منځه وړل جنګی جنایت دی.

او چارواکي هیله مند دي چې یوه ورځ به دوی وکولی شي د داعش غړي د خپلو جرمونو لپاره محاکمه کړي.

XS
SM
MD
LG