د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د ائتلاف وروستۍ هڅې


ائتلافي ځواکونو د اکتوبر د دیارلسمې نه را پدې خوا د سوریې د کردي میشت ښار، کوباني، شاو خوا سیمو کې یو ویشت بریدونه تر سره کړي دي.

کردي سوریاییان د اسلامي دولت د ډلې له ویرې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
کردي سوریاییان د اسلامي دولت د ډلې له ویرې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس پرون په سوریی کې د کوباني او په عراق کې د انبار د ایالت پر حالاتو خپله ژوره اندېښنه څرگنده کړه. دا هغه سیمه ده چې امریکایي سرتیرو د عراق د جگړې پر مهال د تندلارو څخه پاکه کړې وه خو اوس یو ځل بیا د اسلامي دولت د ډلې لاس ته د لویدلو خطر سره مخامخ دي.

ښاغلي اوباما د شلو تنو پوځي بهرنیو قوماندانانو سره، پرون، د واشنگتن نه بهر په یوې امریکایۍ پوځي اډې کې ولیدل تر څو د اسلامي دولت د ډلې د تندلارو په خلاف د اغیزمنې مبارزې په اړه ور سره خبرې وکړي.

هغه وویل، "اوس مهال د نړۍ شپیته هیوادونو پدې ائتلاف کې برخه اخیستی ده. په دې کې د شلو غړو هیوادونو استازي دلته موجود دي. په هغو کی عراق او عربي هیوادونه، ترکیه، د ناتو ملگري هیوادونه او دنړي نور متحدین موجود دي."

له بل پلوه په سوریې کې زوره وره چاودنه پداسې حال کې وشوه چې د اسلامي دولت ډله د کوباني د سرحدي ښار د نیولو دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه، "دا مسله دومره ساده نده چې یوازی په پوځی مبارزه ختمه شي دا باید ېوه داسې هراړخیزه مبارزه وی چې زموږ د قدرت او وړتیا ټول ابعاد پکې شامل وي."

بل پلو، د آسترالیا صدراعظم توني ابت، نن د چهار شنبې په ورځ وویل چې د هغه هیواد پوځیان تر اوسه ندي توانیدلي چې عراق ته ور داخل شي ځکه چې د بغداد حکومت دوي ته د ننوتلو دپاره قانوني لاره نده هواره کړې.

هغه وویل خپلو دوه سوو سرتیرو دپاره چې غواړي عراق ته یی د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د عراقي پوځیانو د مشورې او مرستې دپاره په ماموریت ور ولیږي باید هغه قانونې خوندیتوب هم برابر شي چې امریکایی سرتیري یی په هغه هیواد کې لري.

ښاغلي ابت زیاته کړه، "د امریکا دپاره به کومه ستونزه نه وي ځکه امریکاییان لا دوخته هلته په قانوني بڼه د هغوي په قول د منلو وړ دلیل پر بنسټ په هغه خاوره کې شتون لري نو مونږ هم هغه قانوني مصؤنیت غواړو چې په عراق کی یی امریکایی پوځ لري. او مونږ فکر کوو چې دا به عادلانه وي: مونږ وړاندیز کړی چې دوه سوه سرتیري به د سلامشورې او مرستو د ماموریت په ترڅ کې ور ولیږو. او مونږ دا کار د عراق د خلکو سره دمرستې په موخه کوو."

دا سرتیري تیره میاشت د امریکا په غوښتنې متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي تر څو له هغه ځایه عراق ته واستول شي.

د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د ائتلافي ځواکونو هوایي عملیات هم دوام لري.
د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د ائتلافي ځواکونو هوایي عملیات هم دوام لري.

د تیرو دوه و ورځو راهیسي د امریکا په مشرۍ ځواکونو د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو پر مرکزونو چې د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمو کې یې کردان تر فشار لاندې نیولي دي، خپلو بمباریو ته لا زور ورکړی دی.

په کوباني کې د سوریایي کردانو ناوړه حالاتو تیره اونۍ په ترکیې کې د پنځلس ملیون کردانو کلک غبرگونونه او پاڅونونه راوپارول. په دغه جنجال کې لږ تر لږه پنځه دیرش تنه ووژل شول.

دا پداسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایې لدې سره سره چې امریکا او روسیه د اوکراین پر مسلې د نظر مخالفت لري، د نړیوالو امنیتي چارو په برخه کې به یو د بل سره همکار واوسي.

ښاغلي کېري وویل، "د روسیی د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی لاوروف او زه دواړه دلته راغلو تر څو د ځینو ستونزو په اړه خبرې وکړو. او د داسې یوې لارې د موندلو هڅه وکړو چې که مونږ پر ځینو مسایلو سره د نظر مخالفت لرو نو ددې مخالفتونو د حلولو او کنترول هڅې هم جاري ساتو. او موږ ډېر غټ مشترک مسوولېتونه هم لرو. زموږ هېوادونه ددې قابلیت لری چی له ېوبل سره همکار ی وکړی او په گډه کاروکړي".

امریکا او روسیه د اسلامي دولت د ډلې سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
امریکا او روسیه د اسلامي دولت د ډلې سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د نظر موافقت د اسلامي دولت د ډلی له منځه وړل دي چې د دواړو هدف دی.

هغوی وایی دا ددوی تر منځ د گډ موفقت یوازنی مسله نده بلکه د ایران او شمالی کوریا د ذروی پروگرامونو په اړه هم د گډې همکارۍ له لارې به د حل لارې چارې ولټوي.

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکایی سیال، جان کري سره تر کتلو او خبرو وروسته وویل "مونږ په گڼ شمیر مسایلو کې د گډو همکاریو له لارې مشکلاتو ته د حل بهترې او آسانی لارې موندلای شو چې په هغو کې د ترهگری سره مبارزه هم شامله ده چې په دا اوس وخت کې ېې منځنی ختیځ اوشمالی افریقا له گواښ سره مخامخ کړیدي. خو داسې نور مسایل هم شته چې نظر اختلاف پرې لرو دا اختلافات ټولې نړۍ ته معلوم دي او نن مونږ دا هم تاییدوو چې د نظر دا اختلافات به پخپل ځای پاتی وي."

XS
SM
MD
LG