د لاس رسي وړ اتصالات

د دښمن، دښمن ته، دوست ویلای شو؟


د کوباني په ښار کې د کردي جنگیالیو او د اسلامي دولت د ډلې تر منځ نښتې دوام لري.
د کوباني په ښار کې د کردي جنگیالیو او د اسلامي دولت د ډلې تر منځ نښتې دوام لري.

په دې جگړې کې تر ټولو یو لوي میدان سوریه ده چې بیا هلته واشنگتن او تهران په کورني جنگ کې د مخالفو خواو ملاتړ کوي.

امریکا او ایران دواړه په عراق کې د کردي جنگیالیو سره مرسته کوي چې د اسلامی دولت د ډلی په خلاف، مبارزه وکړي. دوي د ائتلافي ځواکونو د بمباریو په مرستی، د ځینو سیمو په بیرته نیولو بریالي شوي هم دي.

د اسلامي دولت سره د مبارزې دپاره مخالف هیوادونه هم گډې همکارۍ ته دریدلي.
د اسلامي دولت سره د مبارزې دپاره مخالف هیوادونه هم گډې همکارۍ ته دریدلي.

د عربی متحدینو سره د لیدنې کتنې په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي د جنگ په برخه کې پراخ ملاتړ موجود دی.

هغه وویل " په سیمه کې هر هیواد پرته له استثنا د داعش له ډلې سره مخالف دی. که دا ایران وي او که لبنان که پخپله سوریه او یا هم عراق او یا ترکیه او که سعودي عربستان وي. دا ټول د داعش پر ضد دي."

خو دا پوره واضح نده چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف، پخپله په سوریې کې، د کومې ډلې ښه ملاتړ وشي؟

د جورج ټاون د پوهنتون پروفیسره نوره بنساهیل پدې اړه نظر لري " ایران د دې خورا گرانې محاسبې سره مخامخ شوی دی چې دافیصله وکړي چی واقعي گټی یی څه دي؟ همداسې امریکا هم د ورته مشکل سره مخامخ ده".

د جورج ټاون د پوهنتون پروفیسره نوره بنساهیل زیاتوي چې واشنگتن او تهران دواړه د یوه پراخ ترکیب له لارې هلته د موجودو ځمکنیو قواو تنظیمول غواړي.

هغه وايي " مشکل دا دی چې په سوریې کې هر څه دومره سره تړلي دي چې دا خبره پکې دومره آسانه هم نده چې څوک ووايي زما د د ښمن، دښمن، زما دوست دی. زما د دښمن دښمن ښایی په ډیرو مواردو کې زما دښمن هم واوسي."

د اوباما اداره په دې برخه کې کلکه اراده لري چې د تهران سره خپلې اړیکې د اتمي پروگرام پر موضؤع باندی متمرکزې وساتي. خو د سوریې او اسلامي دولت د ډلې په اړه مستقیمې خبرې هم شوې دي.

په ایران کی د ملی امنیت د شورا رئیس علی شمخانی وايي تهران د مستقیمو بهرنیو لاس وهنو په وړاندی په ټینگه ولاړ دی.

هغه وایي، "دلته به د ځمکنیو قواو د استولو خبره نه وي ځکه دوي په عراق او افغانستان کی ناکام شول. او مونږ هم دهر ډول خارجی هېواد له خوانه په سیمه کې د لا سوهنی سره مخالف یو."

امریکایی چارواکي وايي د ایران سره دموافقې یوه برخه د کوبانی په سر جگړه ده. دا هغه سیمه ده چې سوریایی پوځ پکی نشته او واشنگتن او تهران دواړه د کردي وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

بل پلو د عراق صدراعظم حیدرالعبادي تهران ته ورسید چی ددوه اړخیزو روابطو د لا ټینگښت تر څنگ د اسلامی دولت د ډلی سره دمبارزې په برخه کی د ایران د ملاتړ په برخه کې هم خبرې وکړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري د عرب لیک د مشر سره د داعش سره په مبارزې خبرې کوي
د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري د عرب لیک د مشر سره د داعش سره په مبارزې خبرې کوي

صدراعظم حیدرالعبادي ته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسن امیر عبدااللهیان له خوا په هوایي ډگر کې هرکلی وویل شو.

ټاکل شوې ده چې د دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې د ایران د لوړ پوړو چارواکو سره نه یوازې دا چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي بلکه د اسلامی دولت د ډلې سره په مبارزې کې د ایران ملاتړ هم را جلب کړي.

د عراق پارلمان د اکتوبر په اتلسمه د تیرې شنبې په ورځ د هغه هیواد د فاع د وزیر دندې ته د یوه سني مسلمان او دکورنیو چارو وزارت ته د یوه شیعه ټاکنه منظور کړه.

دعراق د دولتی تلویزیون په وینا دا په عراق کی د ېو جامع حکومت په لور د هڅې یوه برخه ده چې غواړي د اسلامی دولت د ډلی په وړاندی د پراخ بنسټ دولت قوت هم زیات شي.

دا پداسې حال کی ده چې نن هم د سوریی په شمال کې د ترکیې سره نږدې په سرحدي ښار، کوباني کی، د اسلامي دولت د ډلې تندلارو او کردي جنگیالیو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

امریکا او ائتلاف یی په سوریې او عراق کې د داعش پر اهدافو باندې هوایی بمبارۍ کوي.
امریکا او ائتلاف یی په سوریې او عراق کې د داعش پر اهدافو باندې هوایی بمبارۍ کوي.

د ښار په سرد چادونو او بمونو له امله لوگي او دوړې له ورایه تر سترگو کیدې چې ویل کیږي د ترکیې سره په سرحدي سیمه کې د جنگ جگړو نتیجه ده.

ترکیې پرون وویل چې کردي جنگیالیو سره به سوریی ته په اووښتو کې مرسته وکړي تر څو په کوباني کې د اسلامي دولت د جنگیالیو په وړاندې ودریږي.

د ترکیی د بهرنیو چارو د وزیر له خوا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې امریکا کردي جنگیالیو ته د لومړي ځل دپاره د وسلو په ورکولو کې مرسته وکړه.

کردی جنگیالیو ته د وسلو د ورکړې نه مخکې امریکا او متحدینو یی په اونیو اونیو پر شاو خوا سیمو باندې هوایی بریدونه هم تر سره کړل.

XS
SM
MD
LG