د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ته د جو بایدن د سفر پایلې

  • شایسته سعادت

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال د اسلامي دولت سره دمبارزې دپاره د اضآفي مرستو اعلان وکړ.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال د اسلامي دولت سره دمبارزې دپاره د اضآفي مرستو اعلان وکړ.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال، جو بایدن، نن د شنبې په روځ په سیمه کې د اسلامی حکومت د ډلې سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې د حکومت د مشرتابه ستاینه وکړه.

هغه په استانبول کې د وینا په ترڅ کې پر هغې سترایتژۍ ټینگار وکړ چې پکې د سوریې د مخالفو ځواکونو د لا پیاوړتیا او د اسد د رژیم نه لرې د یوه سیاسي انتقال ملاتړ کوی.

هغه پدې لړ کې د یو اعشاریه شپږ ملیون عراقي او سوریایي مهاجرینو د منلو او ورسره د مرستې په برخه کې د ترکیې د حکومت ستاینه هم وکړه «ترکیی د عراق د نوي حکومت سره د کار په برخه کې د ډېر مهم زعامت څرگندونه وکړله.. لکه څنگه چې ما وویل اېربیل او بغداد ته د صدراعظم د سفر په شمول دهغه د زیار یادونه کولای شو.»

ترکیه د یو اعشاریه شپږ ملیون مهاجرینو سره مرستې کوي.

ترکیه د یو اعشاریه شپږ ملیون مهاجرینو سره مرستې کوي.

د مهاجرینو سره مرستې

ښاغلی بایدن د متحده ایالاتو له خوا د بشري مرستو په برخه کې د اضافي یو سلو پنځه دیرش میلیون دالرو مرستې اعلان هم وکړ.

هغه وویل «ترکیې ته ، په سوریې کې د روان حالت په نتیجه کې اوس د بشري مرستو دروند بار ور په غاړه دی. لکه څنگه چې ما ته جمهور رئیس پخپله وویل اوسمهال ترکیی ته یو اعشاره شپږ ملیون مهاجرینو پناه وروړې او ترکیه دوي ته د بشري مرستو په لړکې هرهغه څه چې مهاجرین ورته اړتیا لري برابروي. د کور نه نیولي تر روغتیایی سهولتونو پورې. د ډوډی نه نیولې تر جامو پورې هرڅه دا د ترکیی حکومت او خلک دي چې د جنگ له کبله ددې بی ځایه شویو خلکو غم خوري چې دا ټول ډیر لگښتونه لري.»

د امریکا له خوا د مرستو تفصیل

پدې سره به د امریکا د ټول ټال مرستو کچه دری ملیارد دالرو ته اوچته کړي.

خو لدې سره سره بایدن دا اقرار وکړ چې دا به د هغه لگښت سره چې ترکیه یی د مهاجرینو سره دمرستی په برخه کې پر ځان گالی د پرتلې وړ ندی.

هغه وویل «مونږ هم د هغه څه له خاطره چې ترکیه یی کوي، پدې مرستو کې د شریکیدو دپاره د څه کم درۍ ملیارد دالرو مرستو برابرولو ژمنه کړې چې په هغو کې دوه سوه ملیون دالره یې د ترکیی دپاره دي او دا هغه لگښت ته چې ترکیی په ځان منلی نږدی رقم هم ندی. خو په گډه په ترکیی کې د مهاجرینو د بشري ناورین په برخه کې مو گډ کار ته ملا تړلې ده چې ټول فشار یی هم د ترکیی پر خلکو راځي.»

ISIS

ISIS

د اسلامي دولت د ډلې سره د پنتگان نوی پریکړه

د امریکا د دفاع د وزارت د هغه سند له مخې چې کانگرس ته د ښودلو دپاره چمتو شوی، نوی پلان دا دی چې په عراق کې سني قبایلییانو سره د وسلو مرسته وشي.

سند وايي پلان دا دی چې په عراق کې د سني قبایليانو دپاره د "اې کې اوه څلویښت ډوله توپک "، لاسي بمونه، راکت لانچرونه اود بیلو توغندیو په شمول، ډول ډول، وسلې واخلي ترڅو په الانبار ایالت کې د اسلامی دولت د ډلی د تندلارو مخه ونیول شي.

دا نوی پریکړه، چې لگښت به یې څلور ویشت اعشاریه یو ملیون دالرو ته رسیږي، د یو اعشاریه شپږ ملیارد دالرو د هغه لوي پلان یوه کوچنۍ برخه ده چې د اسلامي دولت سره د مبارزې دپاره یی کانگرس ته غوښتنه وړاندی شوې ده.

د مرستو د لگښتونو مهم ټکي

ددې ترڅنگ د عراقي او کردي ځواکونو د روزنی او په وسلو یی د سمبالولو ماموریت هم پکې شامل دی. داسې ویل شوي چې دا ټولې مرستی به د عراق د حکومت له لارې او د هغوی سره په مشوری اړو ډلو او سیمو ته ورسول شي.

د اسلامي دولت ډلې ته د لویدیځو هیوادونو څخه جلب شوي ځوانان

د اسلامی دولت د ډلی د تندلارو سره د آلماني جنگیالیو شمیرچې په سوریی او عراق کې ددې ډلی په ملاتړ دریدلی دي په چټکۍ پنځه سوه پنځوسو ته اوچت شوی چې په هغو کې یو سلو اتیا تنه بیرته جرمني ته ستانه شوي دي. دا خبره د جرمني د کورني استخباراتو مشر د یوې ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې، پرون، وکړه.

د کوباني په ښار کې د کردي جنگیالیو او د اسلامي دولت د ډلې تر منځ نښتې دوام لري.

د کوباني په ښار کې د کردي جنگیالیو او د اسلامي دولت د ډلې تر منځ نښتې دوام لري.

په کوباني کې اوسنی حال

په همدی حال کې په کوباني کې چې د سپامبر راهیسي د اسلامی دولت د ډلې د تنلارو تر محاصرې لاندی ده لویه زوره وره چاودنه وشوه

د چاودنې ویدیو چې د ترکېې له پولی څخه اخوا اخیستل شوېده، تور لوگي ښیي چی آسمان ته پورته شول پدې ترڅ کې د څو څو نورو چاودنو خبر هم خپور شوی دی چې لوگي یی د لری نه لیدل کېدل.

دا پداسې حال کی ده چې ترکي پوځیان او تانکونه دا حالت د ترکیې په سرحدی سیمو کې د غونډېو له سره څاري. د کوباني دفاع ته کردي جنگیالي دریدلي دي چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د هوایی بریدونو ملاتړ له ځانه سره لري.

د هوایي بریدونو اغیز

دا هوایی بریدونه د اسلامی دولت دډلی له خوا پر ښار باندی د پوره کنترول د تر لاسه کولو په مخنیوی کی یو څه اغیزې لري چې که دوي دغه هدف ته ورسیږي نو د سوریی په حلب او په ختیځ کې د راقا د ښارونو ترمنځ یوه مستقیم پیوند او تړاو را منځته کړي.

د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي د لویدیځو هیوادونو د ځوانانو جلبولو دپاره تبلیغاتی کمپاین په مخ وړي.

د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي د لویدیځو هیوادونو د ځوانانو جلبولو دپاره تبلیغاتی کمپاین په مخ وړي.

د اسلامی دولت د ډلې په وړاندې د عراق د حکومت نوی اقدام

بل پلو د عراق صدراعظم حیدر العبادي د عراق په الانبار ایالت کې د اسلامی دولت سره په جنگ اخته جنگیالیو سره د ملاتړ په موخه د اسلامی دولت د ډلې په ضد د لا نورو شدیدو هوایی بریدونو او په وسلو باندی ددې جنگیالیو د سمبالولو امر کړی دی. نن د الانبار د ایالت په مرکز، د رامادی په ښار کې، د شپې په تگ راتگ هم بندیز ولگول شو.

العبادي په الانبار کې د جنگیالیو سره د وسلو د مرستې پریکړه لدې ایالت څخه د ایالتي شورا د غړو د راغلي هیات سره تر لیدنې او کتنې وروسته وکړه. دا وسلې به هم عراقي ځواکونو او د هغوي ملاتړې سنی قبیلې جنگیالیو ته ورکړل شي چې په انبار کې د اسلامی دولت د ډلی په وړاندی جنگیږي.

XS
SM
MD
LG