د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د نړیوالې همکارۍ اړتیا

  • شایسته سعادت

د امریکا د بهرنیو چارو و زیر وایي د ائتلاف د هیوادونو ترمنځ د گډو همکاریو وسعت غوره نښه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو و زیر وایي د ائتلاف د هیوادونو ترمنځ د گډو همکاریو وسعت غوره نښه ده.

ښاغلی کېري وايي د اوباما اداره دیته متعهده ده چې د سوریې د دولت منځلاري مخالفین په ډېره ښه توگه په وسلو سمبال کړي او د جنگ دپاره یی وروزي.

په عراق او سورېې کې د اسلامی دولت د ډلی په ضد مبارزه د منځني ختیځ، اروپا او امریکا د راتلونکې سولې او امنیت دپاره د پراخ جنگ یوه برخه ده.

امریکا د اسلامی دولت د ډلې په ضد د سوریی د حکومت د مخالفینو روزل غوره گڼي.

امریکا د اسلامی دولت د ډلې په ضد د سوریی د حکومت د مخالفینو روزل غوره گڼي.

هغه جنگ چې د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په وینا د ایډیالوژیو او ادیانو په حدودو کې را ایسارندی. هغه زیاته کړه، «د عاج د ساحل څخه تر المغرب او د یمن نه تر سوریی پورې مونږ د یوې حماسه یی مبارزې شاهدان یو. په دې مبارزه کې بیلوونکيو آو ویجاړوونکو تر حده زیات کار ته ملا تړلې چی د ستونزو حلوونکي، شفا بښونکي . او جوړوونکي ډوب کړي. په زیاتو ځایونو کې تندلاري ترهه گر د کرکې اجندا پر مخ بیايي.»ښاغلی کېری وايي د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د ائتلاف د ملگرو هیوادونو وسعت په منځني ختیځ کې د پخلاینې پراخې نښې نښانې په ډاگه کوي.

هغه زیاتوي «د عراقي او کردي ځواکونو تر منځ تاریخي همکاري په دواړو ټولنو کې په پوره قوت تر سترگو کیږی او د سعوديانو، اماراتیانو، اردنیانو، قطریانو او نورو موجودیت چې ټول سره یو ځای ددې مشکل سره ځان مخامخ ویني، د نویو امکاناتو لارې د سېمه ئیزې گډې همکارۍ لپاره پرانیزي. په دې کې د امنیت، د ترهگرۍ ضد او افراطیت ضد همکار شاملیدلی شی. دا ښايي زموږ ټولو لپاره نوې لارې خلاصې کړي، چې په دې کې اسراییل او فلسطین هم شاملیدلی شي.»

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري وایي د اسلامي دولت د ډلې جنگیاليو ته تر دوه زره شپاړسم پورې ماته ورکولای شو چې مهم دلیلونه یې د عراق او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه والی او په عراق او سوریې کې د ائتلاف د هیوادونو هوایي بریدونه گڼل کیږی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو د زیاتوالی هرکلی وکړ.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو د زیاتوالی هرکلی وکړ.

هغه وايي، «کله چې په یوه هیواد کې د تروریزم بنیاد کېښودل شي نو په دوهم هیواد کې د تروریستي ځالو له خوا نه ملاتړ ورسره کیږي. نو دا ښه خبره ده چې نړیوال ائتلاف په عراق او سوریی کې د تروریستانو په خلاف د بریدونو مشري وکړه.»

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسلامی دولت د ډلې په ضد د هڅو د شریکولو په موخه په اروپا کې د تیرې اونۍ غونډه هم پدې گډې موافقې ختمه شوه چې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې به دا جنگ د ملگرو هیوادونو ترمنځ دوام وکړي او د هغه مهم پرمختگ پر بنا به چې په تېرو دوه نیمو مېاشتو کی لاسته راغلی دی، په هغه کې د افراطیانو مالي ځالې تخریب شوېدي، او د هغوی قومانداني او د کنترول مرکزونو ته هم زېان رسیدلی دی

اوروپايي اتحاد به پر ترکیه فشار راولي چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد ډېره نېژدې همکاري وکړي او دېته ېې وهڅوي چې د روسېې خلاف د اروپايي اتحاد بندیزونه کمزوري نه کړي.

اروپايي اتحاد پر ترکیې باندې د همکارۍ دپاره دفشار اچول غواړي.

اروپايي اتحاد پر ترکیې باندې د همکارۍ دپاره دفشار اچول غواړي.

د اروپایي اتحاد د بهرنیو پالیسیو نوې مشره فریدریکا مگوریني چې د میرمن کترن اشتن ځای ناستې ده، او کمشنر جوهانیس هان او د بشري مرستو د څانگې کمیشنر کرستوس ستایلیا نیدس به نن د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیی ته لاړ شي چې د کلونو راهیسي ترکیې ته د اروپایي ټولنې د تر ټولو لوړ پوړو مشرانو سفر بلل شوی دی.

میرمن مگوریني د یوې خبري اعلامیې په ترڅ کې وویل چې دا سفر د ترکیې او اروپا ترمنځ د ستراتیژیکواړیکو او همکاریو ارزښت او زمونږ هغه خواهش په ډاگه کوي چې غواړو پدې لړ کی د ترکیی سره د همکاریو او فعالیت کچه لوړه شي.

.

XS
SM
MD
LG