د اسلامي دولت له ډلې سره د جاپاني خبریال او د اردني پیلوټ د ژوند د ژغورلو پر سر خبرو ظاهراْ د شنبې په ورځ کوم پرمختګ و نه کړ.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یاسوهیدي ناکایاما د جمعې په ورځ ناوخته د اردن په پایتخت عمان کې وویل د پیلوټ معاذ الکساسبه او د خبریال کنجي ګوتو د خوشې کولو هڅو کوم پرمختګ ندی کړی.
د اردن یو پخوانی ډېپلومات وايي د بحران د حل لپاره بیخې کمې بدیلې لارې موجودې دي.
"اردن دمګړۍ هېڅ ډول ښه لاره نه لري. اردن د ترهګرو سره د خبرو کومه سابقه هم نلري. په عین وخت کې داخبره واضحه ده چې د پېلوټ له خوشې کولو پرته نورې ټولې بدیلې لارې بدې دي".
د پیلوټ کورنۍ د جمعې په شپه وویل چې دی تراوسه ژوندی دی. مونږ دا تائیدولی شو چی دی تر اوسه ژوندی دی او هیله مند یو چې ژر راستون شي. خو د پیلوټ د کورنۍ له تائید نه پرته د هغه د برخلیک په اړه نور معلومات نشته.
د اسلامي دولت ډلې ګواښ کړی و چې که چیرې اردن یوه عراقۍ بندي ساجده الریشاوي د پنجشنبې د ورځې تر لمر لوېدو پورې خوشي نه کړي نو پیلوټ به ووژني.
ساجده الرشاوي په ۲۰۰۵ کال کې د عمان په بمي بریدونو کې برخه اخیستې وه او له همدې امله د اردن د حکومت له خوا نه په اعدام محکومه شوېده.
د جاپاني خبریال برخلیک معلوم ندی.
په دواړو اردن او جاپان کې خلک د جمعې په ورځ سړکونو ته راوتلي وو او د برمته شوېو د خوندي راستنېدو غوښتنه یې کوله.