د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي حافظ سعید نه دی وژل شوی


 اچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې پرونۍ اطلاع سمه نه وه او حافظ سعید ژوندی دی.
اچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې پرونۍ اطلاع سمه نه وه او حافظ سعید ژوندی دی.

د ننگرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د داعش د مشر حافظ سعید د وژنې په اړه ور رسېدلي اطلاعات دروغ دي او هغه د تېر مازیګر په برید کې نه دی وژل شوی.

تېر ماښام د ننګرهار د والي ویاند او اچین ولسوال امریکا غږ ته ویلي و، چې حافظ سعید له خپلو دولسو نورو ملګرو سره د اچین ولسوالۍ کې د ډرون برید پر مهال وژل شوی دی.

د اچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې پرونۍ اطلاع سمه نه وه او حافظ سعید ژوندی دی.

نوموړی وايي " پرون چې مونږ ته کوم اطلاعات رسېدلي و دروغ او وروسته چې مونږ ښه مالومات وکړل نو حافظ سعید نه و وژل شوی".

نوموړی وايي تېر مازیګر بې پیلوټه الوتکې د وچ باندر په سیمه کې بمباري د داعش ډلې پر یوه مهمه غونډه کړې وه، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې دولس کسان وژل شوي، چې یو یې د شمس په نوم مهم قوماندان و.

غالب زیاتوي، چې په شوي ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د یو مشر منګل باغ زوی اجنبي هم مرګونی ټپي شوی دی.

په ختیځ کې د ملي اردو د۲۰۱دسېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي هم د داعش د مشر حافظ سعید وژنه په کلکه ردوي او وايي " دغه خبره مطلق دروغ ده او حافظ سعید اصلآ دلته نشته هغه په پاکستان کې دی."

تېر کال هم افغان حکومت د حافظ سعید د وژنې دعوه کړې وه، خو وروسته دروغ شوه .

بل پلو د ننګرهار چارواکو ویلي، چې تېره شپه د هسکې مېنې او نازیانو په ولسوالیو کې د داعش پر ډله هوايي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې ۴۳ داعش جنګیالي وژل شوي. د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي، چې په دغو بمباریو کې بهرنیان هم وژل شوي دي.

تر اوسه اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې ددغه رپوټونو په هکله کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG