د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش راډیو په ننګرهار کې خبریالان په مرګ ګواښلي


داعش په ننګرهار کې د خلافت په نامه راډیويي خپرونې پيل کړي دي.
داعش په ننګرهار کې د خلافت په نامه راډیويي خپرونې پيل کړي دي.

د ننګرهار خبریالان چې له وړاندې هم له یو لړ امنیتي او نورو ستونزو سره مخامخ وو، اوس د داعش په راډیويې خپرونو کې هم ورته د مرګ نوی ګواښ شوی دی.

داعش په ننګرهار کې د خلافت په نامه یوه راډیويي خپرونه پیل کړې ده، دغه راډیو د قلم په نامه د یوې بلې سیمه ییزې راډیو پر څپو خپرونې کوي.

د دغې راډیويي خپرونې دوه چلوونکي د ننګرهار مخکني خبریالان دي. همدغو دوو چلوونکو په خپلو خبرونو کې خپلو مخکنيو همکارانو ته د مرګ ګواښونه کوي او واجب القتل يې بولي.

په ننګرهار کې خبریالان ځکه د داعش د راډیو له لوري شوی ګواښ جدی ګڼي چې، د دغې راډیو دوو چلوونکو ته د ننګرهار د ډېرو خبریالانو ادرسونه، کورونه او نژدې خپلوان ورمعلوم دي.

په ننګرهار او لغمان کې د ازادۍ راډیو خبریال شاه محمود شینواری، چې وړاندې هم د افغان حکومت ضد ځینو کړیو په مرګ کواښلی و، وايي چې دا وارې د داعش جګړه مارانو له لوري د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

د خلافت راډیو په مرکز جلال اباد او ورڅېرمه ولسوالیو کې اورېدل کیږي.

د خلافت راډیو د افغان حکومت، نړیوالو ځواکونو او په ننګرهار کې د فعالو رسنیو د خبریالانو پر ضد خپرونې کوي.

خو، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې په دغه ولایت کې يې د رسنیو او خبریالانو د امنیت لپاره یې ځانګړې تګلارې په پام کې نیولي دي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې د اریانا د خصوصي تلویزون خبریال رحمت الله زیارمل چې، په ختیځ زون کې د خبریالانو د ټولنې منشي هم دي، د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د ژورنالستانو خوندیتوب ته پام وکړي.

ښاغلی زیارمل وايي خبریالان بې پري دي او باید يې درناوی وشي" د خلافت راډیو ډېرې خپرونې په خاص ډول د ننګرهار خبریالانو ته ځانګړې دي او خبریالان په بېلابېلو نومونو یادوي چې موږ يې ډېر اندېښمن کړي یو. "

په افغانستان او خاص ډول ننګرهار کې خبریالانو ته د وسله والو او نورو نا معلومه کړیو له لوري د مرګ د کواښونو خبره نوې نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د داعش ته یوې منسوبې راډیو په مخامخ ډول په دغه ولایت کې خبریالان په مرګ کواښوي.

XS
SM
MD
LG