د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننګرهار کې راډیويي خپرونې پیل کړي


دا په افغانستان کې د داعش د ډلې پر پلوۍ لومړنۍ راډیو ده چې په مستقیمه توګه ددې ډلې لپاره نشرات کوي.
دا په افغانستان کې د داعش د ډلې پر پلوۍ لومړنۍ راډیو ده چې په مستقیمه توګه ددې ډلې لپاره نشرات کوي.

د داعش د "خلافت غږ" په نامه راډیو د ایف ایم په څپو خپرونې کوي او د جلال اباد په ښار کې هم په ښه توګه اورېدل کیږي.

دغه دوه ساعته خپرونې چې ګمان کېږي د شینوارو له ولسوالیو څخه له کومې سیمې کیږي، په کې د قران تلاوت، عربي ترانې، حکومت ضد تبلیغات او د داعش له جنگیالیو سره مرکې کیږي.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی فقیر الله وايي "دا دوه ورځې کیږي چې دغه نشرات اورم او ډېر خلک یې اوري؛ ځکه مونږ غواړو مالومه کړو چې دغه خلک څه وايي او جګړه یې ولې پیل کړې ده".

په دغه راډیو کې پر ملي او نړیوالو رسنیو نیوکې هم کېږي چې ګواکې د داعش ډلې خلاف تبلیغات کوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ددغې راډیو له نشراتو ځان ناخبره. خو ددې ولایت د ولایتي شورا غړو پر دغه نشراتو اندېښنه ښودلې او وايي حکومت یې باید د بندولو هڅې وکړي.

د ننگرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي " دغه تبلیغات کولی شي د ځوانانو ذهنونه، یوې بلې خواته واړي."

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي د داعش ډلې دغه راډیو د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې نشرات کوي.

نوموړی وايي " مونږ له دوو لارو هڅې کوو، دغه نشرات له منځه یوسو، لومړی داچې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړو او ځای ېې په نښه کړو او وروسته دغه فرېکونسي له منځه یوسو".

بلخوا د افغانستان د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت د مطبوعاتو د دفتر مسول محمد یاسین صمیم امریکا غږ آشنا راډیو سره خبرو کې د دغه راډیو شتون تصدیق کړ او ویې ویل چې دوي دوه اونۍ مخکې خبر شوي وو.

ښاغلی صمیم زیاتوي د افغانستان ملي امینت مقاماتو د ننگرهار د ولایتي مشرانو سره په دې اړه خبرې کړیدي، اړوند ادارې ټولې په جریان کې دي او هڅه کوي چې د دې راډیو موقعیت معلوم کړي، ځکه چې داسې راډیوگانې پخوا هم جوړې شوي او افغان دولت ېې مخه نیولې، نو د دې نوي راډیو مخه به هم ونیسي.

په اوس کې ددغه رادیويي نشرات په پښتو ژبه کېږي او خبریالان یې هم د همدې سیمې ښکاري.

د ډېرو خلکو په باور چې ددې راډیو یو ویاند په ننګرهار کې له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کاوه چې اوس د داعش ډلې په راډیو کې خبرې کوي.

دا په افغانستان کې د داعش د ډلې پر پلوۍ لومړنۍ راډیو ده چې په مستقیمه توګه ددې ډلې لپاره نشرات کوي.

خلک اندېښمن دي او پر حکومت یې غږ دادی چې ددې راډیو د نشراتو په بندلو او مخنیوي کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG