د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ښځې د داعش لپاره پېسې ټولوي


د پاکستان پولیس وايي د ښځو دغې شبکې پر خلکو د داعش فلمونه هم ویناوې هم ویشلي دي.
د پاکستان پولیس وايي د ښځو دغې شبکې پر خلکو د داعش فلمونه هم ویناوې هم ویشلي دي.

د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې پولیس د ښځو د هغې ډلېلټون پیل کړی چې ویل کیږي د داعش لپاره پېسې ټولوي.

د فرانسې د خبري اژنس په حوال د دې ډلې غړي اکثراً له شتمنو کورنیو دي.

د سیند ایالت د ترهګرۍ د مخنیوي د برخې مشر راجا عمر خطاب وايي، د دغو ښځو لټون يې له هغه وروسته پیل کړ چې د مۍ د میاشتې د برید کوونکو د ډلې د مالي چارو یو مسول یې ونیوه.

وسله والو د مۍ په میاشت کې د اسماعیلي لږکیو پر یو بس ډزې وکړې او لږ تر لږه ۴۴ تنه يې ووژل. دا لومړنی برید وو چې د داعش ډلې یې مسولیت ومانه.

ښاغلي خطاب وویل نیول شوي مشکوک چې عادل مسعود بټ نومیږي، پولیسو ته اعتراف کړی چې د هغه ښځې د "الذکره اکاډمۍ" په نامه یوه مذهبي خیریه ټولنه جوړه کړې ده چې " دغه ټولنه په ښار کې دفترونه او ادارې نلري."

ده وویل " دا د ۲۰ ښځو يوه ډله ده چې پر خلکو یو اس بي ( د کمپیوټر فلشونه) وېشلي دي، په دغو فلشونو کې د داعش ویډیوګانې او ترهګرو سازمانو په ملاتړ ویناوې دي. دغو ښځو د خپلو پلویانو ترمنځ د واده مراسم هم تنظیم کړي دي."

د سند د ترهګرۍ د مخنیوي د برخې مشر وايي دغو ښځو د اسلام په نامه پېسې او خیراتونه ټول کړي او بیا یې نیول شوي مشکوک کس ته سپارلي دي.

هغه وايي " په وژنو د یو تورن، سعد عزیز، ښځه او خواښې هم د دغې شبکې غړې دي."

سعد عزیر چې د پاکستان د یو مشهور پوهنتون څخه فارغ شوی دی، پر اسماعیلي شیعه ګانو د برید او داپریل په میاشت کې د سولې د یوې فعالې سبین محمود په وژلو تورن دی. ښاغلی عزیز د مۍ په میاشت کې ونیول شو.

خو راجا عمر خطاب وايي چې هڅې يې چټکې کړي چې دغه ټولې ښځې پیدا او ونیسي.

که څه هم په پاکستان کې القاعده او طالبان جنګیږي، خو په تعلیم یافته پوړ کې د داعش د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ په اړه اندېښنه هم ډېره شوې ده، تر ډېره ځوان کهول د خپلو سیمه ییزو د طالبانو سره د یو ځای کېدو پر ځای د نړیوال جهاد فکر ته میلان لري.

سره له دې چې پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې داعش په پاکستان کې ډیر فعاله ندی، خو د سیند ایالت د پولیسو مشر په اکتوبر کې د پارلمان یوې کمیټې ته وویل چې پر اسماعیلي شیعه ګانو برید د داعش کار و او پولیسو له د داعش سره د تړاوو په تور ۱۴ کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG