د لاس رسي وړ اتصالات

سره لدې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د داعش موجودیت ندی منلی خو د استخباراتو د بیریو یا آې بي عمومي رئیس آفتاب سلطان وایي " د داعش خطر مخ په زیاتیدو دی."

ښاغلي آفتاب د پاکستان د مشرانو جرګې د کورنیو چارو او مخدره موادو د جرګه ګۍ غړیو ته د تړلو دروازو تر شا په غونډې کې ویلي دي چې " د سپاه صحابه او لشکرې جنګهوي په شان سخت دریزه ډلې چې په پاکستان کې پرې بندیز لګیدلی، ښایي چې د داعش سره د یو ځای کیدو لپاره زړه ښه کړي. "

دغه سخت دریزه ډله چې غړي یې سنیان دي په پاکستان کې وخت نا وخته په شعیه ګانو بریدونه کوي او د فرقوي تشدد په زیاتو پیښو کې په لاس لرلو تورنه ده.

د استخباراتو دغه مشر همدارنګه ویلي دي چې د داعش سره د پاکستانې طالبانو د غورځنګ لخوا هم همکاري کیږي. ښاغلی سلطان همدارنګه وویل " داعش پاکستانیان په سوریه کې د جګړې لپاره هم استخدام کوي. "

د استخباراتو د بیریو رئیس آفتاب سلطان وایي " داعش په مذهبي لحاظ پاکستانیان استخدام کوي او سوریې ته یې د جګړې لپاره استوي. " د پاکستان د یوې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې سل ګونه پاکستانیان سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي.

XS
SM
MD
LG