د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش له جنسي تیریو وروسته پر ښځو څه تیریږي 


عراقي چارواکي وايي داعشیانو زرګونه ایزدۍ میرمنې تښتولي او جنسي تیري یې پرې کړي دي

عراقي چارواکي وايي داعشیانو زرګونه ایزدۍ میرمنې تښتولي او جنسي تیري یې پرې کړي دي

دوه کاله مخکې په عراق کې د داعش جګړه مارانو پر لسګونو ایزدۍ ښځو جنسي تیري وکړل او ځيني یې د وینزې په توګه وکارولې. عراقي چاروکي وايي په دغو نیول شویو ښځو کې اوس ډېرې چې خپلو کورنیو ته راګرځېدلې یا یې په غیږې او یا په نس کې ماشومان دي.

اوس دغې مېرمنې او میندې له سختو کلتوري او حقوقي ستونزو سره مخامخ دي. پدوې کې ځيني اړ شوي چې له نس نه ماشوم سقط کړي او نورې مجبورې شوي چې له خپلو غیږو ماشومان پریږدي. دغه داوړه کارونه په عراق کې غیرقانوني دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي د داعش جګړه مارانو شاوخوا ۱۵۰۰ ایزدۍ نجونې او ښځې وینزې کړي دي او شاوخوا ۲۰۰۰ نورې اوس هم د هغوی په توقیف خانو کې دي.

د کردانو لپاره د ګډې مرستې د یوې ټولنې مشره، نیمان غفوري، امریکا غږ ته وویل خپلو کورنیو ته د ایزدۍ ښځو راستنېدل په دریو پړاونو کې کیږي "په لومړي پړاو کې مو هغه ښځې ترلاسه کړې چې جنسي تیري پرې شوي دي، په دویم پړاو کې مو میندوارې ښځې ترلاسه کړې، او اوس دغه ښځې ماشومان په غیږو کې خپلو کورونه ته راځي".

میرمن غفوري وايي چې د دوی ټولنه په ۲۰۱۴ کال کې متوجه شوه، چې د داعش له لوري نیولې شوې ایزیدیانې میندوارې دي او په ډېرو برخو کې هغوی خپل ماشومان زیان کړي هم وو.

کره شمیرې نشته چې څومره میرمنې میندوارې شوې او څومره مېندوارې کړل شوي دي، ځکه چې په عراق غوندې یوې محافظه کارې ټولنې کې چارواکي په سختۍ سره پر دې موضوع خبرې کوي.

امریکا غږ، دا ډول یو شمېر میندې او میندوارې وموندلې، خو هغوی خبرې ونکړې.

سقط جنین

په عراق کې سقط جنین یا د ماشوم زیانول ناقانونه دي. دغه قانون په کردستان کې هم پلی کیږي، مګر هغه وخت د جنین سقطولو ته اجازه ورکول کیږي چې د مور ژوند په خطر کې وي.

خو، دعراق د استازو په شورا د ایزدیانو استازې ویاند دخیل وايي چې له عراقي چارواکو سره یې یوه غیر رسمي هوکړه کړې، چې ایزدي میندو ته به د ماشوم د زیانمنولو اجازه ورکوي.

د عراق د عامې روغتیا وزارت یو چارواکي وویل، میرمنې د قانوني ستونزې د مخنیوي او له ټولنې څخه د خپل شرم د پټولو لپاره باید پټو کلینیکونو ته ولاړې شي او خپل د نس ماشومان زیان کړي.

د عراق د استازو د شورا غړې، رضان دلیر، چې د داعش له لوري د ایزیدي تښتول شویو میرمنو سره له نژدې کار کوي، وايي چې د غیږې د ماشومانو پرېښودل ستونزمن دي.

هغه وویل په یوې پېښې کې د یوې تښتول شوې میرمنې میړه وویل که یې ښځه خپل ماشوم زیان نکړي، هغه به یې طلاقه کړي. په یوې بلې جلا پېښې کې بیا یوې بلې تښتول شوې میرمنې خپل د غیږې ماشوم یوې بلې کردي کورنۍ ته ورکړ.

د سکس جهاد

د داعش تر کنترول لاندې د نۍ نوا ایالت والي نوفل حمادي وايي چې د سکس جهاد له کبله په دغه ایالت کې"۳۰۰۰ نوي ماشومان زیږېدلي چې پلرونه یې معلوم نه دي".

نوموړي وویل د نۍ نوا ایالت له نیولو وروسته به د بغداد لپاره تر ټولو ستره ستونزه همدغه بې پلاره ماشومان وي.

داعش ډلې پر دغو ډېرو ښځو په زوره اسلام هم منلی دی، اسلام دغو ښځو ته یوه بله لویه ستونزه بلل کیږي. مګر څه موده مخکې د ایزدیانو یو مشهور روحاني مشر خرطو حاجي بابا له ټولو ایزدیانو وغوښتل، چې تښتول شویو میرمنو ته ښه راغلاست ووايي او سم چلند ورسره وکړي.

حاجي بابا وايي پر دغو ښځو جنسي تیري او د هغوی میندواره کول د هغوی په خوښه او رضا نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG