د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي د داعش راډیو یې ویجاړه کړه


د داعش راډیو په ننګرهار کې په پښتو او درې ژبو خپرونې کولې.
د داعش راډیو په ننګرهار کې په پښتو او درې ژبو خپرونې کولې.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د تېرې شپې هوایي برید کې د خلافت په نوم د داعش را‌‌‌‌‌‌ډيو له منځه تللې او ددغې را‌‌‌‌‌‌ډیو پنځه کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغو هوایي بریدونو کې د اسلامي دولت یا داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یوه لویه انټرنیټي دستګاه هم له منځه وړل شوې ده.

هغه زیاتوي چې په همدغه سیمه کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وسله وال هم په نښه شوي چې په ترڅ کې یې ٢۴ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې تیر ماښام اوه بجې ددغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خلافت په نوم د اسلامي دولت یا داعش راډیو ویجاړه شوې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه برید د اچین د ولسوالۍ د مامند په غرنۍ سیمه کې شوی.

د افغانستان دفاع وزارت هم تایید کړې، چې په ننګرهار کې د خلافت راډیو د افغان ځواکونو د هوايي برید په پایله کې له منځه وړل شوې ده.

تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي،خو د عبدالقیوم په نوم د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د بمبارۍ سره سم د دغې را‌‌‌‌‌‌ډیو نشرات هم پرې شول.

عبد القیوم وویل، چې تیر ماښام د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو او پېښې سیمو کې الوتکو سخته بمباري کړې ده.

د داعش راډیو د جلال اباد ښار په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ایف ایم په ۹۰ فریکونسۍ اورېدل کېدله، چې اکثره خپرونې یې د حکومت او طالبانو خلاف وې.

خو، په ټویټر کې د "خلافت غږ" په نامه یوې پاڼې د داعش پر راډیو د برید خبره او د افغان حکومت ادعا چې ګنې دغه راډیو یې ویجاړه کړې، رد کړې ده.

دغې راډیو له څه مودې راهیسې پښتو خپرونې پیل کړې چې په دې وروستیو کې یې دري خپرونې هم درلودې.

XS
SM
MD
LG