د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کې د داعش راډیو بیا فعاله شوې


امنیتي مقاماتو تیر کال د دلوی په ١۴ اعلان کړی و چې د اچین په ولسوالۍ کې یې د داعش رادیو او ددې ډلې انترنیتي مرکز په یو هوایي برید کې له منځه وړي دي.
امنیتي مقاماتو تیر کال د دلوی په ١۴ اعلان کړی و چې د اچین په ولسوالۍ کې یې د داعش رادیو او ددې ډلې انترنیتي مرکز په یو هوایي برید کې له منځه وړي دي.

د خلافت غږ په نوم د داعش رادیو خبرونه، دیني او پوځي خپرونې لري چې د جلال‌آباد ښار په گډون د ننگرهار ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې اوریدل کیږي.

د ننگرهار امنیتي مقاماتو څو ځلې ددغې رادیو د له منځه وړلو ادعا کړې وه، خو اوس هم د داعش رادیو د اف ایم په دوو څپو خپرونې کوي.

د ننگرهار ولایت د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد امریکا غږ ته د داعش رادیو د خپرونو بیا پیل کیدل تائید کړل. ده وویل چې هڅې روانې دي چې خلاف غږ راډیو خپرونې ودرول شي.

دا رادیو چې د سهار له ٧:٣٠ څخه تر ٨:٣٠ او د شپې له ٧:٣٠ څخه تر ٩ بجو پورې خپرونې لري د سیمې د اوسیدونکو په وینا په ده بالا، غني خیل او اچین کې اوردیل کیږي.

د غني خیل ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبیدالله وایي چې په روانه اونۍ کې یې درې ځلې د داعش رادیو اوریدلې ده چې خپرونې یې د افغانستان د دولت پر ضد دي او دهغه په وینا پر خلکو ډیر بد اثر کوي.

د ننگرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس اورنگ صمیم د داعش رادیو بندول د مخابراتو د ریاست دنده گڼي، خو د ننگرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ددې رادیو په اړه څه نه وایي.

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوگیانی وایي "مونږ خبر نه یو چې دې رادیو بیا خپرونې پیل کړي دي، رادیو له منځه تللې او نشته، که خپرونې پیل کړي ژر به یې له منځه یوسو".

په داسې حال کې چې ددې راډیو موقعیت تر اوسه نه دی څرگند شوی، د ننگرهار ولایت امنیتي مقامات وایي دمخه دغه دستگاه په یو موټر کې نصب شوی وه او په گرځنده توگه یې خپرونې کولې.

امنیتي مقاماتو تیر کال د دلوی په ١۴ اعلان کړی و چې د اچین په ولسوالۍ کې یې د داعش رادیو او ددې ډلې انترنیتي مرکز په یو هوایي برید کې له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG