د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش پر ضد غونډه کوي، افغانستان هم بلل شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغې غونډه کې برخه اخلي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغې غونډه کې برخه اخلي

ټاکل شوې چې د داعش ضد ایتلاف، چې ۶۸ غړي لري، غونډه د را روانې چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن به د دغې غونډې مشر وي.

دغه غونډه ځکه مهمه بلل کیږي چې اوس د داعش جګړه ماران په عراق، سوریې او د افغانستان په ځینو برخو کې فعاله دي، امریکا او متحدینو ته یې ستونزې جوړوي.

د وزیرانو په دغې غونډې کې به د ترهګرو پر ضد د پوځي اقداماتو، د هغوی د مالي سرچینو د ختمولو، له هغوی څخه د سیمو د بېرته نیولو او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په دغې غونډه کې برخه اخلي.

ښاغلي رباني په کابل کې خبریالانو ته وویل" د ترهګرۍ پر ضد مسایلو او د ترهګرو له لوري افغانستان ته د متوجه ګواښونو په اړه به بحث وشي. دې کې شک نشته چې موږ به له هغوی سره پر پلانونو باندې هم خبرې کوو".

نوموړي د افغانستان د پلانونو په اړه ډېر جزییات ورنکړل، خو دا مهال افغان حکومت د افغانستان په ځینو سیمو کې له داعش سره په جنګ دی.

ځینې سیاسي کارپوهان دا ډول کنفرانسونه د افغانستان لپاره مهم بولي او ټېنګار کوي چې باید حکومت له دې فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.

د سیاسي چارو شنونکي کبیر رنجبر امریکا غږ اشنا ته وویل افغان حکومت باید د ایتلاف غړو هیوادونو ته وښایي چې افغانستان د داعش ډلې قرباني دی.

ښاغلي رنجبر وویل"نړیوال دې په دې پوه کړي چې داعش په افغانستان کې یو تصنعي حرکت دی چې د پاکستان استخباراتو جوړ کړی دی. که نړیواله ټولنه پوهه شي او په پاکستان فشار راوړي چې له مداخلاتو څخه لاس واخلي او له نړیوالې ټولنې سره د افراطیت او داعش په مبارزه کې همغږی شي، دا به لوی ګام وي".

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه

اخوا د روان کال د اپریل په میاشت کې به روسیه د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یوه غونډه کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي افغان حکومت د روسیې دا ابتکار ستايي خو د غونډې په اړه نور تفصیل هم غواړي.

نوموړي وویل"موږ غواړو پوه شو چې د دې غونډې وخت، اهداف او اجندا څه دي او په دې کې هیڅ شک نشته چې زموږ غوښتنه له ګاونډیو هیوادونو څخه داده چې افغانستان سره د سولې او ثبات په برخو کې مرسته وکړي".

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وایي چې افغان حکومت په دې غونډه کې ګډون کوي.

ښاغلي غورځنګ وویل"د روسیې دولتي چارواکو د مذاکراتو پر مهال د ملي امنیت سلاکار ته وویل چې روسیه به د ۱۲ هیوادونو په ګډون د افغانستان د سولې د یو کنفرانس کوربنه وي، چې طبعا افغانستان به پکې محوري نقش ولري او د امریکا په شمول ټول هغه هیوادونه چې د افغانستان د سولې په راوستلو کې دخیل دي ګډون وکړيچې افغان حکومت له دغه درخواست سره موافقه وکړه".

XS
SM
MD
LG