د لاس رسي وړ اتصالات

داعش خپل پلویان د روسیې ضد "جهاد" ته هڅولي


د داعش ډلې د یکشنبې په ورځ یوه تازه ویډیو خپره کړې او دا وار یې پر روسیې د بریدونو ګواښ کړی دی.

په ویډیو یو مخ پټي کس، چې ګاډي چلوي، په روسیه باندې د بریدونو ګواښونه کوي" پوتینه غوږ شه! موږ به درشو او تا به ستا په کور کې د ننه ووژنو... ورڼو جهاد پیل کړئ او هغوی ووژنئ".

د رویټرز خبري اژنس وايي دا ويډیو د اورپکو په تیلیګرام کې خپره شوې ده.

روسیه په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم کلکه پلوي ده او دمشق سره د داعش او نورو مخالفو وسله والو ډلو په ځپلو کې باالقوه مرستې کوي.

روسیه او متحده ایالتونه دغه راز هڅه کوي، چې په سوریه کې د داعش پر ضد استخباراتي او نظامي همکارۍ زیاتې کړي.

داعش پر خپلو ټولو پلویانو غږ کړی، چې د هرې ممکنه وسیلې او وسلې له لارې هغه هیوادونه په نښه کړي، چې د داعش سره په جنګ دي.

په اروپا کې په تېرو څو اونیو کې یو لړ بریدونه شوي او د داعش ډلې یې مسولیت اخیستی دی.

تېره اونۍ د فرانسې په یوې کلیسا کې یو کس، چې داعش ته وفاداره و، یو پادره په چړو وواژه. د جولاۍ په ۱۴ نېته د فرانسې په نیس ښار کې هم د ګاډی په یو برید کې ډېر خلک ووژل شول او له هغې وروسته بیا په جرمني کې څلور بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG