د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پلویانو دده اقدامات وستائل


د ټرمپ پلویانو د سرحدی امنیت او د غیرقانونی مهاجرو د استولو اقدامات وستائل
د ټرمپ پلویانو د سرحدی امنیت او د غیرقانونی مهاجرو د استولو اقدامات وستائل

مردی بینیډیکټ چې د اریزونا په فورټ مهاو کې د ډاکټر ددفترڅارنه کوي چې ددي څښتن په دغه سیمه کې د ولادي او نسایي یو کامیابه متحصص دی.دا یوه محافطه کاره فعاله ده چې وايي،په اصطلاح د اوباما د ارزانې بیمي په وخت کې ددې څښتن د هیڅ لپاره کارکاوه. د ټرمپ پلوۍ مردی بینیډیکټ وايې،

«په اتوکالوکې دلومړي ځل لپاره دلوړې د مراسموپه ورځ له خوشحالۍ نه زما سترگي له اوښکونه ډکي شوې؛ ځکه چې له خفگان نه ډیرې اوښکې توې شویدي.» د ټرمپ بله پلوۍ ډاکټره کیلي وارډ ده،

«زه د اریزونا د ایالت پخوانې سناتوره یم اود امریکا د سنا د مجلس لپاره کاندیده یم.»

وارډ په دوه زره شپاړسم کال کې د اریزونا د سناتورجان مکین په مقابل کې ناکامه مبارزه وکړه.دا اوس هیله لري چې د دوه زره اتلسم کال په انتخاباتي مبارزه کې د اریزونا د بل جمهوري غوښتونکي سناتور جیف فلیک ځای ونیسې. دا وايي، هیڅ یو له دغوسناتورانونه محافظه کار ندی اونه دوي واقعآ د ټرمپ پلویان دي. د امریکا د سنا مجلس لپاره کاندیده ډاکټرکیلي وارډ وايي،

«زه په خپل روغتیايي سستم باندې د غیر قانوني مهاجرو تآثیروینم مگر زموږ د پوهنې او روزنې په سستم باندې هم تآثیر کوي. دا زموږ د ټولني په هر اړخ باندې تآثیرکوي.»

د فینکس اوسیدونکی فرینک لسټرد کیلي وارډ او ټرمپ ملاتړکوي. دی یوکاتولیک دی اووايې، دی د سقط جنین په شان د موضوعاتوله کبله په سیاست کې دخیل دی چې مخالفت يې کوي. د ټرمپ پلوی فرینک لسټر وايې،

«دا دمحافظه کارانو لپاره ناامیده کونکې ده چې موږ کسان واشنگټن ته واستوو او دوي واقعآ څه نه کوي. زه ددی پروا نه کوم چې که دوي انتخابات وبیلي یا وگټي مگر دوي باید مبارزه وکړي.»

د ټرمپ دغه پلویان وايې، د ټرمپ داجرائي فرمان په سرچې په سفرباندې بندیزلگوي، د هوايي میدان تازه احتجاجونه، د بیان د آزادۍ او گډوډۍ ترمنځ خط راکاږي.

کیلي وارډ څښتن ډاکټرمائکل وارډ چې د ټرمپ پلوی هم دی، وايي محافظه کاران اشتباه کوي چې همیشه د جمهوررئیس سره موافق وي. د ټرمپ پلوی ډاکټر مائکل وارډ وايې،

«او زما خوښه چې وي په سفرباندې د بندیزلگولو اجرآئی فرمان لږغوندې بدل شي. لیکن څه چې کوي، زه يې ملاتړکوم. زه پدې عقیده یم چې هر هغه څه چې کوي هغه قانوني دي او دده په اختیار کې دي او ویره داده چې دی به له خپل اختیار نه په اخوا گام کیږدي او زه فکرکوم چې موږ باید په هغي باندې نظرهم ولرو.»

کیلي وايې،ټرمپ یوتجاردی اوهغه څه کوي چې ضرورت ورته لري. ډاکټرکیلي وارډ بیا وايي،

«دی پدې پوهیږي چې څنگه راشي او شرکت ونیسي او واقعآ دا هغه څه دي چې د اوباما له اتو کالو نه وروسته يې دی باید وکړي.»

او دا وايي،جمهوررئیس ټرمپ په اریزونا او په درست لویدیځ کې قوي ملاتړلري.

XS
SM
MD
LG