د لاس رسي وړ اتصالات

مکین وایي د مطبوعاتو ځپل د ډیکتاتورۍ پیل دی


ښاغلی مکین د ولسمشر ټرمپ په کلکو نقادانو کې شمیر کیږی
ښاغلی مکین د ولسمشر ټرمپ په کلکو نقادانو کې شمیر کیږی

ولسمشر ټرمپ په فلوریډا کې د انتخاباتو په دود ستره غونډه وکړه.

پرون په ټوله امریکا کې مظاهرې وشولې او په زرگونو کسان د ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ د پالیسیو خلاف سړکونو ته راووتل. د مهاجرت خلاف په یو جنجالی فرما ن کې له اووهیوادونو نه چی اکثریت اتباع ېې مسلمانان دي پر خلکو ېې د سفر بندیز لگول شوی دی. مظاهره چیانو ویل دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی.

هغوی نارې وهلی چې راپورته شی او مقاومت وکړئ.

یوه مظاهره کوونکې پدې اړه خپل نظر داسې څرگند کړ،

"زه ډموکراسۍ ته اهمیت ورکوم. او زه دخپلو حقوقو آینده ته اهمیت ورکوم. ".

ولسمشر ټرمپ دامریکا د مشهور رسنیو په اړه وویل چی جعلي خبرونه خپروي او خبریالان دخپلو خبري منابعو په اړه درواغ رپوټ ورکوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر، ډانلډ ټرمپ وویل،" زه غواړم دامریکا له وطنپالو سره چې له خپل هیواد سره مینه لري ډکه کوټه کې واوسم. هغوی خپل بیرغ ته سلام کوي او دخپل هیواد آینده ته دوعا کوي.

ولسمشر ز یاته کړله چی غواړی له خلکو سره مستقیما خبرې وکړي چی جعلی خبرونه په منځ کې نه وي، ځکه هغوی د ستونزی یوه غټه برخه تشکیلوي.

ولسمشر ټرمپ له خپل جنجالي اجرايی حکم نه د یوشمېر کډوالو پر سفر د بندیز دفاع وکړله. دغه فرمان د استیناف د قاضیانو له خوانه فسخ شوی و.

هغه دخپلو خبرو په ترڅ کې دخپلې ا نتخاباتی مبارزې د وخت ژمنی یو ځل بیا تکرارکړلی. ولسمشر ټرمپ هغه رپوټونه رد کړل چی وايی په سپینه ماڼی کی کارونه په منظم ډول پرمخ ندي روان.

هغه زیاته کړه،"سپینه مآڼۍ کې کارونه په ډیر منظم ډول او بې جنجال نه روان دی. باور ولرئ موږ او تاسې ته ډېره گډوډي اوبی نظمی په میراث پاتې ده.

ښاغلي ټرمپ خپلو تقریبا نهو زرو پلویانو ته په میلبورن کې وویل " هغوی خپله اجنډا لري او دهغو اجنډا ستاسې اجنډا نده".

د الوتکې د پرواز په لنډ سفر کې یوه خبریال له ولسمشر نه پوښتنه وکړله چی ولې ېې د تیرکال دانتخاباتی مبارزې په دود بهیر کې برخه واخیستله. ولسمشر ټرمپ وویل ژوند مبارزه ده.

له ښاغلي ټرمپ سره دهغه میرمن میلانیا ټرمپ هم ملگرې وه.

جمهوري خواه سناتور جان مکین د جمعی په ورځ وویل چی د ولسمشر ټرمپ اداره له بې نظمی سره مخامخ ده.

ښاغلی مکین د ولسمشر ټرمپ په کلکو نقادانو کې شمېر کېږی. هغه دمیونیخ په

امنیتی کنفرانس کې وویل چی د ولیسمشر د امنیت سلاکار مایکل فلین استعفی له روسېې سر ه د اړیکو له امله په واشنگټن کې د ژورې ستونزې څرگندونه کوی.

دمتحده ایالاتو د سنا جمهوري غوښتونکی، جان مکین، وویل،"زه فکر کوم چی د فلین مسله داڅرگندوی چی دااداره منظمه نده او پکارده چی ډیر کار وکړي. "

خو هغه د ولسمشر د دفاع د وزیر جیم ماتیس ستاینه وکړله.

هغه زیاته کړه، "ولسمشر یوه وینا کوي او په بل وخت کې ورسره تناقض لري؛ موږ ته دامعلومه شوه چی دیته وگورو چې ولسمشر څه کوي او څه وايی."

ولسمشر ټرمپ په خپله د مایکل فلین او له روسانو سره دهغه د اړیکیو مسله د مخالفو مطبوعاتو یوه جوړه سوی خدعه او حیله وبلله.

XS
SM
MD
LG