د لاس رسي وړ اتصالات

یمن د پولیو ضد مباره پیل کړیده


په یمن کې د نړیوالې روغتیايې مؤسسې هڅې
په یمن کې د نړیوالې روغتیايې مؤسسې هڅې

یمن له دوه زره شپږم کال نه راپدې خوا له پولیو نه خلاص هیواد اعلان شوی و. کوښښونه روان دي چې دغه جنگ ځپلې هیواد له دغي ناروغي نه همداسي خلاص پاتې شي، مگر دا کار به اسان نه وي.

د نړیوالې روغتیايې مؤسسې نطاقه فادیله شعیب وايي په زرگونو رضاکارانو خپل ژوند د خطرسره مخامخ کړیدی، په داسي حال کې چې دوي کور په کور گرځي او څه باندي پنځه میلونه ماشومان د پولیود مرگانې ناروغۍ په مقابل کې واکسین کړي.

دې، امریکا غږته وویل،په اصطلاح د ارامۍ ورځي نشته. هغې زیاته کړه چې په درست هیواد کې به د واکسین کولو په وخت کې ډزي ونه دریږي.

شعیب وايې،«ځکه نو، دوي د هیواد جغرافیه ته گوري او کوښښ کوي هغه سیمي غوره کړي چې ممکن بشپړ امنیت به پکې وي. څه چې معمولا موږ له خپلو انډیوالانو سره کوو هغه د محلي چارواکو، یا مذهبي مشرانو یا په جنگ کې شاملو خواو سره خبرې کوو چې د خپلو کارکونکو او رضاکارانو د بشپړ امنیت ډاډ راکړل شي.»

شعیب مني چې په مخکې پرتې ستونزي ډارونکې دي مگر دوي پرې غلبه موندلی شي. دې څرگنده کړه چې تیرکال د پولیو د واکسین کولو دوه مبارزې شوې وې او توقع ده چې د روان کال مبارزه به هم کامیابه وي.

دې څرگنده کړه، دا مهمه ده چې د یمن ماشومان واکسین شي په داسي حال کې چې ډیریې نامکملي غذا، د څکلو پاکو اوبو او حفظ الصحي نه موجودیت کمزوري کړیدي. دې زیاته کړه چې دارنگه ماشومان په اسانۍ سره د پولیو د ناروغي له کبله فلج کیدای شي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثي یاغیانو په خلاف د یمن د حکومت په ملاتړ تباه کونکې بمبارۍ پیل کړي او د مارچ په اخرکې به ددغي بمبارۍ دوه کاله پوره شي.

ملگري ملتونه وايې، برسیره پرنورو کسانو ددغه جنجال اصلي قربانیان ماشومان دي.

ملگری ملتونه رپوټ ورکوي چې څه باندې دوه میلونو ماشومانو ته بشپړ خواړه نه رسیږي او دغه حالت د ماشومانو د مرگ سبب کیږی یا د جسمي او دماغي پرمختگ نه پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG