د لاس رسي وړ اتصالات

دوه ساعته کار، شپږ ساعته عبادت- روژه کې د داعش نوی فرمان


د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریې کې تر خپل واک لاندې سیمو کې د سټلایټ تلویزون پر لیدلو بندیز لګولی، کاري ساعتونو یې کم کړي او ښځو ته یې د ځانګړو جامو د اغوستلو لارښونه یې کړې ده.

داعش په دغو سیمو کې په دې وروستیو کې د تلویزونونو د ماتولو کمپاین هم پیل کړی چې هدف یې د خپل "خلافت په ضد د روانې جنګ مخنیوی دی".

په انټرنټ باندې يوه ویډیو خپره شوې، چې په کې د داعش یو جګړه مار د تلویزون پر ضد خبرې کوي او په ټېنګار سره وايي چې "تلویزون د مسلمانانو په کورونو کې د دښمن په ګټه کار کوي او د دښمن غږ دی".

د راپورونو په اساس د د داعش جګړه ماران په رقه کې کور په کور ګرځېدلي، چې د تلویزون پايې او نور وسایل پېدا او مات کړي.

دفعالین وايي داعش په خپلو نویو اصولو کې کاري ساعتونه له اتو نه دوو ته راکم کړي او ویلي دي چې د کار په پاتې شپږو ساعتونو کې باید د خدای عبادت وشي. رقه د داعش مرکز بلل کیږي.

راپورونه وايي چې د داعش جګړه ماران په موصل کې خلک دروي او ورته وايي تر هغه چې د تلویزون پايې او نور وسایل یې سپارلي نه وي، نه یې پرېږدي.

"دا وکړئ او دا مه کوئ"

چارواکي وايي په سوریې او عراق کې د داعش تر واک لاندې سیمو کې د روژې میاشت ډېره سخته ده. په موصل کې یو حکومتي چارواکي، عصمت رجب وویل " تېره اونۍ ملایانو خلکو ته نوي اصول اعلان کړل، چې باید په رمضان کې کوم کار وکړي او کوم ونکړي".

هغه وویل چې داعش د عراق په دویم لوی ښار کې د رستورانتونو او د نورو خوراکي موادو د هټیو د تړلو لارښونه کړې ده. ځینې مسلمان عالمان وايي چې داعش په روژه کې د دا ډول بندیزونو له لارې غواړي خپل افراطي نظر په خلکو وتپي.

د مصر د الازهر پوهنتون د دیني چارو یو استاد شیخ محمد شرف الدین د تیلیفون له لارې امریکا غږ ته وویل "داعش ته روژه او نورې میاشتې مهمې نه دي. هغوی غواړي خپلو پلویانو ته وښي، چې تر نورو مسلمانانو، روژې ته ډېر ژمن دي".

په خپله داعش اعلان کړی چې د رمضان په میاشت کې به د لویدیځ د نظرونو پر ضد خپلې ورانکارۍ زیاتوي. په یوې ویډیو کې د داعش ویاند ابو محمد العدناني پر خپلو پلویانو غږ کوي ،چې په روژې کې په امریکا او اروپا کې بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG