د لاس رسي وړ اتصالات

داعش نوې ویډیویگانې خپرې کړې


داعش د مالیزیا حکومت ته گواښ کړی دی چې د دوی نیول شوي کسان خوشي کړي کنې مرگونی برید به پرې وکړي
داعش د مالیزیا حکومت ته گواښ کړی دی چې د دوی نیول شوي کسان خوشي کړي کنې مرگونی برید به پرې وکړي

د اسلامي دولت ډلې د هغو نهو وسله والو بریدگرو یوه ویډیو خپره کړې ده چې درې میاشتې وړاندې یې په فرانسه کې سلگونه کسان ووژل. په دې ویډیو دغه کسان په عراق او سوریه کې تمرین کوي چې بیا یې وروسته په فرانسه کې بریدونه وکړل.

په دې ویډیو کې په پاریس کې بریدکوونکې داسې "زمریان" بلل شوې دي چې گواکې فرانسه یې په گونډو کړې ده.

د ویډیو په اړه د فرانسې جمهوررئیس فرانسوا اولانډ وویل چې فرانسه د اسلامي دولت یا داعش له دغه ډول "وحشي بریدونو" څخه نه ویریږي.

اولانډ د هند په سفر دی او د صدراعظم نریندرا موډي سره یې په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل "دغه ډول کرکجنې ویډیوگانې، زموږ اراده نوره هم غښتلې کوي، چې د فرانسې ساتنه وکړو او د خپلو کړنو دفاع وکړو او دغه ډله چې خلک ویروي او زموږ ماشومان وژني، له منځه یوسو."

د داعش لخوا په خپره شوې ویډیو کې د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کیمرون ته هم گواښ شوی دی، چې د دوی به ډیر ژر برید پرې وکړي.

بریتانیه هم د ائتلاف غړې ده چې نن سبا په داعش باندې په عراق او سوریه دواړو کې هوایي بریدونه کوي.

داعش په مالیزیا کي

د داعش د جنوب ختیځې اسیا څانگې، د یوې ویډیو له لارې د مالیزیا حکومت ته گواښ کړی دی چې د دوی ملاتړي خوشي کړي کنې مرگوني بریدونه به پرې وکړي. مالیزیا څه موده وړاندې څو کسان د د داعش د پاره د جلب و جذب په تور نیولي و.

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق د ترهگرۍ پر ضد د غونډې په پای کې وویل چې د نورې نړۍ په څیر مالیزیا هم له دې خطر سره مخامخ ده. هغه زیاته "دا یو عمومي خطر دی او زما حکومت په دې اړه جدي گامونه اخیستي دي. دا خطر ټولې نړۍ ته متوجه دی، او مالیزیا هم له دې خطر څخه په امان نه ده.

ددې سیمې امنیتي متخصصین وایي چې په جنوب ختیځه اسیا کې د داعش ډله اوس لا نوې ده، خو یومشېر وسله وال هڅه کوي چې په مالیزیا، اندونیزیا، فیلیپین او تایلنډ کې داعش غښتلی کړي.

XS
SM
MD
LG