د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: افغانستان کې په زرگونو بهرني جنگیالي شته


 د ملگرو ملتونو رپوټ وایي شاو خوا ۶۵۰۰ بهرني جنگیالي په افغانستان کې هم فعالیت کوي.
د ملگرو ملتونو رپوټ وایي شاو خوا ۶۵۰۰ بهرني جنگیالي په افغانستان کې هم فعالیت کوي.

د بهرنیو جنگیالیو شمیر چې د القاعده شبکې او د دولت اسلامي ډلې سره د پیوستون لپاره یې خپل هیوادونه خوشې کړي شمیر یې له ٢٥ زرو څخه زیات دی او دغه جنگیالي د نړۍ د سلو هیوادونو اتباع دي.

د ملگرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې چې د القاعده شبکې ضد بندیزونه څاري د یو تازه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د بهرنیو جنگیالیو شمیر د ٢٠١۴ کال له نیمایي څخه د ٢٠١٥ کال تر مارچ پورې په سلو کې ٧١ زیات شوی دی.

زیات شمیر دغه جنگیالي چې د القاعده شبکې او د اسلامي دولت د ډلې اړوند ډلو ټپلو غړي دي په سوریه او عراق کې فعالیت کوي.

په دې رپوټ کې همداشان ذکر شوي دي چې شاو خوا ۶۵۰۰ بهرني جنگیالي ه افغانستان کې هم فعالیت کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین محمد ایوب سالنگي په افغانستان کې د بهرنیو جنگیالیو شتنو تائید کړ، خو ویې ویل چې د ملگرو ملتونو په رپوټ کې وړاندې شوي ارقام نه رد او نه تائیدولی شي.

عربي اردو

ښاغلي سالنگي وویل چې د بهرنیو جنگیالیو زیاته برخه د افغانستان په جنوب، ختیځ او شمال ختیځ کې موجود دي چې د هغه په وینا زیات شمیر یې په عربي او اردو ژبو خبرې کوي.

د کورنیو چارو امنیتي معین وویل چې په افغانستان کې میشت بهرني جنگیالي د دیورند له کرښې څخه په تیریدو افغانستان ته راداخلیږي او د هغوی تجهیز او تمویل هم د پاکستان د قبائیلي سیمو څخه کیږي.

د ملگرو ملتونو رپوټ سوریه او عراق سخت دریځو ته نړیوال مکتب گڼيلی او ویلی یې دي چې دوه ویشت زره بهرني جنگیالي په دغو دوو هیوادونو کې فعالیت کوي. همداشان دوی ویلي دي چې په سلگونو نور جنگیالي په یمن، لیبیا، پاکستان، سومالیا او د افریقا په شمال او فلیپین کې فعال دي.

د ملگرو ملتونو هیات ویلي چې جنگیالي او د هغوی شبکې نړۍ ته "سمدستي او اوږدمهاله" گواښ او یوه "عاجله امنیتي ستونزه" ده چې سمدستي غور ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې ماتې به ددې سبب شي چې بهرني ترهگر جنگیالي په ټوله نړۍ کې خواره واره شي.

رپوټ وایي چې د دې گواښ مخنیوی آسان نه دی، خو توصیه شوې ده چې ډیره گټوره پالیسي کیدای شي د سخت دریځۍ مخنیوی او د جنگیالیو د جلب او جذب او د هغیو د تگ راتگ مخنیوی وي. رپوټ د هیوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو په شریکولو ټینگار کوي.

XS
SM
MD
LG