د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې ګاونډي هیواد تاجکستان د بهرنیانو د نفوذ د مخنیوي په خاطر په ملک کې په ځینو اسلامي مراسمو بندیزونه لګولي دي.

د تاجکستان د حکومت لومړی اقدام دا ؤ چې میرمنې یې مسجدونو ته د تګ نه بندې کړلې او یوازې څو اونۍ وړاندې یې اعلان وکړ چې د اتلس کلونو نه کم عمره ځوانان مسجدونو ته د لمانځه د ادا کولو لپاره نشي تللی.

په تاجکستان کې اته نوي په سلو کې خلک مسلمانان دي او حکومت یې هم د روسیې په ملاتړ لري. دغه هیواد چې د افغانستان سره هم اوږده پوله لري نیت لري چې په هیواد کې د سخت دریزۍ مخه ونیسي.

په تاجکستان کې د ظفر عبدالله یوف په نامه یو تن خبریال د حکومت د تازه قوانینو ملاتړ کوي او داسې وایي:

" دی وایی مسجدونو ته د کم عمره ځوانانو بندیز پدې مانا ندی چې هغوي دې په اسلام ایمان ونلري او یا دا چې په کور کې دې هم لمونځ نکوي."

په تاجکستان کې د میرمنو نه غوښتل کیږي چې د مرکزي آسیا د میرمنو په شان دې داسې ټیکري په سر کوي چې یو څه آزاد وي او هغه شان ټیکري دې نه په سر کوي چې په ایران کې یې میرمنې په سر کوي او په سر پورې ټینګ نښتي وي.

په تاجکستان همدارنګه سړي اجازه نلري چې اوږده ږیره پریږدي او تیر کال د تاجکستان حکومت دوه زره هغه محصلین بیرته هیواد ته راوغوښتل چې په بهرنیو هیوادونو کې یې اسلامي زده کړې کولې.

اته ویشت کلن ابو بکر چې د دوشنبې په جامع مسجد کې د لمانځه د ادا کولو لپاره راغلی ؤ، د حکومت د قوانینو سره موافق دی او وایي چې د اتلس کلونو نه کم عمره ځوانان زیات جذباتي وي او ډیر ژر احساساتي کیږي.

" زه هم چې کله ځوان وم نو یو څه جذباتي وم خو د عمر سره د انسان عقل هم پخیږي او هر څومره چې زما عمر زیاتیده په هماغه اندازه زه په اسلام هم ښه پوه شوم. "

خو له بلې خوا بیا د اسلام د بیا ژوندي کیدو په نامه د ګوند مشر محیدین کبیري وایی چې د حکومت لخوا د بندیزونو لګول به د حکومت په تاوان وي. د اسلام د بیا ژوندي کیدو ګوند په تاجکستان کې یوازیینی اسلامي ګوند دی چې په قانوني توګه د هغه هیواد د حکومت لخوا راجستر شویدی.

" هغه خلک چې دلته په قدرت کې دي تر آخري حده کوښښ کوي چې خلک د طالبانو د فکر او مفکوري خوا ته ورټیله کړي خو مونږ غواړو چې په تاجکستان کې دې د اعتدال طرفداره اسلام وي. "

په تاجکستان کې اوس یوازې د ګوتو په شمار اسلامي ښوونځي شته دي او دا چې ماشومان اوس مسجدونو ته نه پریښودل کیږي نو ښاغلی کبیر وایي چې مدرسې او جوماتونه د اسلامي زده کړو لپاره یوازیني ځایونه ندي بلکه اوس چې ټکنالوژۍ زیات پرمختګ کړیدی ځوانان کولی شي د بیلا بیلو لارو پر مټ د اسلام په اړه مالومات پیدا کړي.

کبیر وایي اوس د ټکنالوژۍ عصر دی او انټرنټ د اسلام په اړه د مالوماتو نه ډک دی نو ځوانان به د مسجدونو پر ځای ټکنالوژۍ ته مخه کړي او د ځینو غیرې رسمي ویب پاڼو له مخې به سخت دریزي زده کړي خو که چیرته هغوي مسجد ته پریښودل شي نو د واقعي اسلام په اړه به مالومات تر لاسه کړي.

په کال 1996 میلادي کې د کبیر د ډلې پلویانو د تاجکستان د برحاله جمهور رئیس امام علي رحمان د ځواکونو سره جګړه وکړه خو د کبیر پلویانو جګړه بایلوده او ښاغلی رحمان چې د پخواني شوري اتحاد لخوا روزل شویدی، تر نن ورځې پورې د ملک جمهور رییس دی.

د تاجکستان حکومت د قطر په مالي مرستې په دوشنبې کې د سلو میلونو ډالرو په لګښت د یوه داسې ستر مسجد بنسټ ایښی دی چې د منځني آسیا په هیڅ هیواد کې دومره ستر مسجد نشته. په نوي مسجد کې په یوه وخت کې یو سل او پنځلس زره کسان کولی شي چې لمونځ وکړي.

XS
SM
MD
LG