د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسلامي هېوادونو لوبو کې هیڅ مډال ندی ګټلی


د افغانستان د ملي اولمپیک کمېټه وايي دغو سیالیو ته د روابطو په اساس افغان لوبغاړي غوره کړل شوي دي
د افغانستان د ملي اولمپیک کمېټه وايي دغو سیالیو ته د روابطو په اساس افغان لوبغاړي غوره کړل شوي دي

د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د نړۍ د ۵۴ اسلامي هېوادون د پیوستون په نامه سیالۍ روانې دي.

له افغانستان څخه هم د تکواندو، زورخانه يي، کراتې، هنډبال، اوشو او نورو برخو ۱۵ لوبډلې چې شاوخوا ۴۰ لوبغاړي لري، آذربایجان ته تللې دي.

د افغانستان د ملي اولمپیک د کمېټې سلاکار ارین خیبر امریکا غږ اشنا ته وویل چې تر دې دمه افغانستان کوم مډال نه دی ګټلی.

ده وویل لوبغاړي په خپل استعداد غوره شوي ندي او" د شخصي روابطو په اساس" ټاکل شوي دي ځکه د هغه په خبره لا تراوسه یې کوم مډال ګټلی نه دی. افغانستان د اسلامي هېوادونو په مخکنیو سیالیو کې یوازې یوه نقره ګټلې وه.

اسلامي سیالۍ

د دغو سیالیو په سږني پړاو کې ټولټال ۵۴ اسلامي هېوادونه برخه لري. دا سیالۍ د مۍ په اتمه پیل شوې او ټاکل شوې چې د همدې میاشتې په ۲۲ ختمې شي.

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو د رسمي ویپاڼې د معلوماتو په اساس ټول هېوادونه په ۲۱ سپورټي برخو کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

تر دې دمه ترکیې ۹۲، اذربایجان ۶۸، اندونیزیا ۳۲، ازبکستان ۳۳، ایران او الجریا ۲۴-۲۴ د سرو، سپینو زرو او ژېړو مډالونه ګټلي دي. شاید دا ارقام بدل شي، ځکه چې لوبې لا هم روانې دي.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ په اول ځل په ۲۰۰۵ کال کې په سعودي کې وشوې، بیا په ۲۰۱۰ کال کې په ایران او په ۲۰۱۳ کال کې په اندونیزیا کې وې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG