د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش په بریدونو کې د عراق امنیتي ځواکونه وژل شوي


دعراق د رمادي په ښار کې د موټر بمونو په بریدونو کې لس پوځیان او پولیس وژل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوې دي چې د اسلامي دولت ډلې د رمادي د ښار چې د النبار د ولایت مرکز دی، نیولی دی. دوی تېره اونۍ په دغه ښار بریدونه پیل کړل. خو، اوس د عراق ځواکونه د دغه ښار د بېرته نیولو هڅه کوي.

دغو دوو بمي حملو امنېتي ځواکونه په نښه کړي دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سختې جګړې لامل شوي دي.

دغه راز په سوريې کې حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت د ډلې وسله وال د پلمره د تاریخې ښار څخه پرشا تمبولي دي.

په دی نښتو کې هم لسگونه کسان وژل شوي، پلمره د ملگرو ملتونو ادارې یونیسکو د نړۍ د تاریخي مرکزونو په لسټ کې شامله کړې ده.

د عراق او سوریي حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې د وسله والو مخه نیول په داسې حال کې روان ساتلي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د دغې وسله والې ډلی مرکزونه هره ورځ په نښه کوي.

داعش په سوريي او عراق کې ډېرې سیمې نیولي دي، او د رمادي ښار یې داسې مهال نیولی چې، د شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې، د دغې ډلې یو لوړ پوړی قومندان ابو سیاف یې وژلی دی.

سپېنه ماڼۍ او پنټګان وايي چې امریکايي کمانډو ځواکونو په سوریې کې ابوسیاف وواژه او مېرمنه یې ژوندۍ ونیوله.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي چې ابو سیاف د داعش د د تیلو د پېر او پلور د عملیاتو مشر و.

د رامي عبدالرحمن په وینا په دغو عملیاتو کې د داعش ۲۸ نور غړي هم وژل شوي چې څلور یې لوړ پوړي قومندانان وو.

XS
SM
MD
LG