د لاس رسي وړ اتصالات

داعش خپلو جنګیالیو ته: که زمونږ نه بیل شوئ وژنو مو


د عراق پوځ همدا تیره اونۍ د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه د موصل د ښار د نیولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړل. د داعش د جنګیالیو او حکومتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده او ښایي چې دا عملیات به څو میاشتې وخت ونیسي.

امریکا غږ څه موده وړاندې په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش د یوه غړي سره چې امنیتي ځواکونو نیولی مرکه کړیده.

د عراق په شمال کې د کردانو امنیتي ځواکونه په یوه نامعلوم ځای کې د اسلامي دولت یا داعش هغه جنګیالي ساتي چې د جګړې پر وخت ژوندي نیول شوي وي.

په همدغو جنګیالیو کې یو یې عمر نومیږي چې پروسږکال د ژمي په موسم کې کردي ملیشو نیولی. هغه د داعش د ډلې لپاره څو میاشتې جګړه وکړه خو وروسته یې بیا ځان د کرکوک په ښار کې کردي امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

اسلامي دولت یا داعش ډلې هغه کلی چې عمر پکې د خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه په 2014م کال کې ونیوه. داعش عمر او ملګري یې په زور دیته مجبور کړل چې د هغوي سره یو ځای شي او جګړه ورته وکړي.

عمر وایي د داعش وسله واله ډله د ځوانانو د بې سوادۍ نه پوره ګټه اخلي او نوې خبرې ورته کوي.

" هغوي مونږ ته مذهبي روزنه راکوله. که د چا لیک لوست نه وي زده هغوي ورسره مرسته کوي چې زده یې کړي. که څوک غلا وکړي، ښي لاس یې پرې کوي. که واده شوې میرمن زنا وکړي، داعش یې سنګساروي او که واده یې نه وي شوي، سل درې یې وهي. "

د داعش په ډلې کې د عمر وظیفه دا وه چې موټر به تالاشي کوي او دا به پیدا کوي چې څوک کوم شی قاچاق نکړي. هغه د هاویجا په ښار کې وظیفه تر سره کوله چې د اسلامي دولت په لاس کې دی.

عمر وایي پدې څو میاشتو کې چې د داعش سره یې تیرې کړیدي، ډیر وحشیانه او بوږنونکي کارونه یې پخپلو سترګو ولیدل. د مثال په ډول د سرونو او د بدن د نورو غړیو پرې کول او په بازرانو کې د میرمنو اخیستل او خرڅول.

" زه لا پوره ځوان شوی نه وم نو په همدې خاطر مې ښځه نه درلوده. هلته په ښار کې یوه اداره وه چې ښځې پکې خرڅیدلې. که چا جنګ کاوه او یا یې نه کاوه، همدغه دفتر ته به ورتلل، پیسې به یې ورکولې او د ځان لپاره به یې ښځه اخیستله. پدې ادارې کې د داعش د جنګیالیو کونډې شوې ښځې هم خرڅیدلې او هر چا به چې واده نه و کړی، د همدغې ادارې نه به یې د ځان لپاره ښځه اخیستله. "

عمر څلور میاشتې د داعش سره تیر کړل او کوښښ یې کاوه چې وتښتی خو دا زیات خطرناک کار و ځکه دوه کسان چې دا تور پرې و ځیني کسان یې په قاچاقي توګه د داعش تر کنترول لاندې د سیمو نه ویستل، د هاویجا د ښار په عمومي څلور لارې کې په دار وځړول شول او د مړي یې د څو ورځو لپاره همالته زوړند و چې خلک ترې عبرت واخلي.

" ما د داعش سره څلور میاشتې کار وکړ او بیا مې وظیفه پریښوده خو بیا هغوي هره ورځ زمونږ کاله ته راتلل او ما ته یې اخطارونه راکول چې باید بیرته د هغوي سره یو ځای شم. که د داعش سره څوک کار پریږدي، نو هغوي د خلکو کور ته راځي او ورته وایي چې دوه لارې دې په مخکې دي، یا به بیرته د هغوي سره یو ځای کیږي او یا دې وژني. "
عمر د خپل پلار په مرسته د داعش د کنترول لاندې د سیمې نه وتښتید او خپل ځان یې کردي امنیتي ځواکنو ته وسپاره.
هغه اوس په کردستان کې خپلې محاکمې ته انتظار باسي او هیله لري چې کردان به په هغه سیله رحمي وکړي او خوشې به یې کړي چې د خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG