د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد کې د اسلامي ډلو احتجاج ختم شو


د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې د اسلامي ډلو احتجاجي غونډه پرون پای ته وسیده. مظاهره چیانو د څلور ورځو راهیسې د پارلیمان مخې ته ناست و خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې احتجاج پرون پای ته ورسید.

د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وایي مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې "که چیرته په سوله ایزه توګه او پخپلې خوښې احتجاج پای ته ونه رسوي، پر ضد به یې د قوې نه کار واخیستل شي."

د احتجاج کوونکو یو مشر اویس نوراني خپلو ملګرو ته وویل چې د "حکومت سره موافقه وشوه او باید چې مظاهره ختمه کړو."

خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مظاهره چیانو سره هیڅ کومه موافقه نده شوې او زیاتوي چې دیني عالمانو هغوي ته قناعت ورکړ چې مظاهرې ختمې کړي.

مظاهره چیانو د ممتاز قادري د اعدام کیدو نه وروسته په پاکستان کې د شریعت نافذ کیدل غوښتل. بله غوښتنه یې د هغې عیسوۍ میرمن اعدام کیدل و چې د پنجاب پخواني والي سلمان تاثیر یې اسلام ته د سپکاوي په مسله کې دفاع کړې وه.

ممتاز قادري د پنجاب پخواني والي سلمان تاثیر د همدې مسلې په خاطر وواژه او حکومت بیا وروسته قادري د قتل په سزا کې اعدام کړ.د مظاهره چیانو یوه بله غوښتنه دا وه چې ممتاز قادري ته دې د ملت د شهید لقب ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې پدې تیرو څلور ورځو کې هغوي سل مظاهره چیان نیولي او یوازې هغه کسان به یې خوشي شي چې په تشدد کې لاس ونلري.

په همدې حال کې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د پاکستان د صدراعظم نواز شریفسره پرون په ټیلیفون خبرې کړیدي.

د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي اوباما د لاهور په ښار کې د برید په خاطر چې، لږ تر لږه اویا تنه پکې ووژل شول، خواخوږي وښوده.

د پاکستان صدراعظم چې تمه کیده، واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی و، خپل سفر لغوه کړی. نواز شریف د همدې اونۍ په پای کې په واشنګټن کې د اتومي وسلو د خوندیتوب په هکله د مشرانو په یوې غونډې کې د برخې اخیستو د پاره راته.

XS
SM
MD
LG