د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل خان:په افغان حکومت کې نفاق داعش غښتلی کوي


پخوانی وزیر او جهادي قوماندان اسماعیل خان د اسوشیتید پرس آژانس ته ویلي چې په حکومت کې د درز او بې اتفاقۍ په وجه د اسلامي دولت د ډلې پلویان په ډیریدو دي او واشنگټن پوست لیکي چې بهرنيو جنگیاليو افغانستان ته مخه کړې چې له طالبانو سره مرسته وکړي.

ښاغلی اسماعیل خان ویلي "هغه تفاوتونه چې د ملي یووالي په حکومت کې شته د دښمنانو د روحیې د غښتلي کیدو سره مرسته کوي، د داعش او طالبانو روحیه لوړوي".

ښاغلی خان وایي که حکومت خپل داخلي توپیرونه لرې نه کړي او امنیتي شرایط ښه نه کړي افغانستان ښایي د اسلامي دولت د ډلې له گواښ سره مخامخ شي.

د اسلامي دولت ډله چې په سوریه او عراق کې میشت او نفوذ لري، ویل کیږي چې په افغانستان کې هم په ټیټه کچه شتون لري چیرته چې طالبان عمده جنگیالۍ ډله ده او د حکومت پر ضد جنگیږي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح د آزادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې "په اوسنیو شرایطو کې داعش په افغانستان کې یو واقعیت نه بلکې یوه رواني جگړه ده".

ښاغلي صالح زیاته کړې "داعش په افغانستان کې د ژورې ریښې خاوند کیدای نه شي، ځکه طالبان د شلو کالو راهیسې هغه کار کوي چې داعش یې په عراق او سوریه کې ترسره کوي".

هغه دا هم وایي چې د امنیتي نیمگړتیاو اصلي مقصر د حکومت مشران دي نه امنیتي بنسټونه.

دا په داسې حال کې دي چې د ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست څخه اوه میاشتې تیریږي، هغه د کابینې په جوړولو بوخت دی چې اصلاحات رامنځ ته کړي تر څو اقتصاد وده وکړي، کارونه زیات شي او د فقر کچه راټیټه شي. خو اسماعیل خان لکه د زیات شمیر نورو افغانانو په څیر د چارو د نیمگړتیاو پړه د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په سیاسي توپیرونو اچوي څوک چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې سخت سیالان وو او د یو تړون له مخې د ملي يووالي د حکومت په جوړولو کې سره شریکان شول.

د اسوشیتید پرس د آژانس په لیکنه اسماعیل خان وروسته له هغې د ښاغلي غني له سختو منتقدینو څخه شو چې ولسمشر د هغه په شان د جنگسالارانو د په څنډه کولو په اړه څه نا څه څرگندونې وکړې.

ښاغلي اسماعیل خان ویلي "زمونږ په شان خلکو ته چې یوویشت کاله یې د روسانو او طالبانو پر وړاندې جگړه کړې دا د منلو وړ نه ده چې دښمن دروازې ته رارسیدلی وي او دوی چپ پاتې شي".

له بلې خوا د واشنگټن پوست ورځپاڼه د افغان چارواکو له خولې لیکي چې په سلگونو جنگیالي د پاکستان د پوځ د څو میاشتنيو پوځي عملیاتو څخه په تیښته دي او په افغانستان کې د پټ ځایونو په لټه کې دي، د طالبانو لیکي غښتلې کوي او د څو کلونو په پرتله سږکال د پسرلنیو خونړیو جگړو د زور اخیستو سبب شوي دي.

د چارواکو په وینا د بهرنیو جنگیالیو د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ تیره اونۍ په بدخشان ولایت کې ښه څرگند شو چې څو سوو طالب جنگیالیو د افغان پوځ پوستې له مینځه یوړې او ١٨ سرتیري یې ووژل، لس سرتیري یې ټپیان کړل او د اتو عسکرو سرونه یې پرې کړل.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن په دې اړه وویل "بهرنیو طالب جنگیالیو د افغان سرتیرو سرونه پرې کړل نه محلي طالبانو." د هغه په وینا دمخه سیمه ییزو طالبانو داسې اعمال نه ترسره کول.

واشنگټن پوست لیکي چې د بهرنیو جنگیالیو تازه موج چې د القاعده شبکې او د پاکستاني طالبانو د سخت دریځې څانگې سره اړیکې لري د افغانستان جگړې ته یې یو نوی رنگ ورکړی او د امریکا له خوا د هغه هیواد د اوږدې جگړې د رسمي پای ته رسیدو د اعلان په لومړي کال کې یې د افغانستان ثبات ته زیات ګواښونه رامنځ ته کړي دي.

XS
SM
MD
LG