د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو پر نویو ابادیو بندیز پای ته ورسید


د اسرائیلو پر نویو ابادیو بندیز پای ته ورسید
د اسرائیلو پر نویو ابادیو بندیز پای ته ورسید

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین ناتان یاهو د لویدیزې غاړې یهودي اوسیدونکو ته ویلي دي چې د محدودیتونو د وخت په پوره کیدلو سره خپل زغم له لاسه ورنه کړي. ځنو ویلي دي چې د محدودیتونو د غځولو په صورت کې غونډې جوړې کړي.

فلسطیني مشرانو گواښ کړی دی چې که چیرې د ابادیو د جوړولو کاربیا پیل شي دوی به د سولې له مذاکراتو نه ووځي.

فلسطیني مشر محمود عباس د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې ته وویل چې د اسرائیلو د توسعې او تسلط مفکوره دده خلک او منځني ختیځ تاوتریخوالي او تشدد خواته بیايي اود واقعي سولې نه چې د سیمې ستونزې حل کړي، لیرې کوي یې.

ده وویل چې اسرائیل باید د سولې او ودانیو د جوړولو تر منځ یو انتخاب کړي.

امریکا په اسرائیلو فشار اچوي چې دغه بندیز وغځوي او د فلسطینانو نه یې غوښتنه وکړه چې له مذاکراتو نه ونه وځي.

د اسرائیلو او فلسطینیانو مامورینو د امریکا د ډپلوماټانو سره د ملگرو ملتو د عمومي اسامبلې په خوا کې وکتل ترڅو د سولې مذاکرې له ځنډ او خنډ نه وساتي.

په لویدیزه غاړه کې میشته اسرائیلیانو په صدراعظم بنیامین ناتان یاهو فشار راوړی دی چې محدودیتونه له منځه یوسي. ځنو پریکړه کړې ده چې د یکشنبې په ورځ غونډې وکړې چې د دغه بندیز د پای ته رسیدلو لپاره چې د جي ام ټی په وخت په لسو بجو پای ته رسیږي، ټینگار وکړي.

له بله پلوه، په یوې کښتی کې یهودي سپاره فعالین چې په اسرائیلو، اروپایی هیوادونو او د امریکا د متحده ایالاتو پورې اړه لري د قبرص نه د غزې په لور خوځیدلي دي ترڅو د اسراییلو بندیز مات کړي او بشري مرستې دغه تړانگې ته ورسوي.

په دغه کښتی کې چې اته تنه مسافراو څو تنه عمله سپاره دي دیکشنبې په ورځ د قبرص له شمال نه د غزې په لورخوځیدلې ده.

بریتانوۍ ډلې چې یهودیان د فلسطینیانو لپاره د عدالت په نامه یادیږي دغه بحري سفر تنظیم کړی دی. ډله وايي دوی پلان لري چې طبي وسایل او د ماشومانو د لوبې شیان غزې ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG