د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو پولیسو په پایتخت تل ابیب کې ۸۵ مظاهره کونکي چې د ټولنیزو اصلاحاتو او ارزانه کورونو غوښتنه یې کوله نیولي دي. چارواکي وايي چې مظاهره کونکو د شنبې په ورځ ناوخته د پولیسو سره نښتې وکړې، بانکونه یې ویجاړ کړل او سړکونه یې بندل کړل.

مظاهره کونکو وویل چې له دې امله هم په غوصه دي چې د مظاهره کونکو یوه مشره چې مخکي د پولیسو له خوا نیولې شوې وه، ټپي شوې ده.

تیرکال هم په زرګونو اسرایلیان ناڅاپي لارو کوڅو ته راووتل او د اقتصادي او اجمتاعي اصلاحاتو غوښتنه یې کوله.

حکومت په ځینو اصلاحاتو باندي لاس پوري کړی دی خو اسرایلیان وايي چې دغه اصلاحات کافی نه دي.

XS
SM
MD
LG