د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینیاني فعالینو د خپلو بندیانو په خاطر لاریون کړی


فلسطینیان په لویدیځه غاړه کې راغونډ شوي دي چې د اسرایلیانو په بند کې د هغو بندیانو سره خواخوږي څرګنده کړي چې د لوږې اعتصاب یې کړی دی.

اسرایلي قواوو د دوشنبې په ورځ په بیت الهم کې راغونډ سوي فلسطیني فعالین چې یوه لاره یې بنده کړې وه، سره ګډوډ کړل. په دې لړ کې د خلګو د ټپي کېدو کوم ریپوټونه نه دي خپاره شوي.

په لویدیځې غاړې کې د راملا په ښار کې شاوخوا ۵۰ فعالینو د ملګرو ملتونو د دفترې مخې ته لاریون وکړ.

د اسرایلو په بند کې د اعتصاب کونکو په ډله کې یو سړی هم سته چې ویل کېږي روغتیايي وضع یې په وخیم حالت کې ده. دغه کس په تیرو ۲۰۰ ورځو کې څو واري د لوږې اعتصاب کړی دی او ګیله یې دا ده چې د بندیانو سره عادلانه چلند نه کېږي او دا چي دوي غواړي چې دوي آزاد سي.

اوس مهال ۴۵۰۰ فلسطینیان د اسرایلو په بند کې دي چې په بیلابیلو تورونه نیول سوي دي. په دغو بندیانو کې داسي کسان هم شته چې پر ټانکونو باندې د ډبرو د ورغورځولو له امله بندیان شوي دي.

ددغه کسان بندي کېدل د فلسطینیانو لپاره حساسه موضوع ده ځکه دوي ورته د فلسطین د خپلواکلۍ د اتلانو په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG