د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل الوتونکی موټر جوړوي


د اربن ایروناتیکس شرکت یو کارکوونکی د کورمورنت الوتونکي موټر په امتحاني نمونې کارکوي
د اربن ایروناتیکس شرکت یو کارکوونکی د کورمورنت الوتونکي موټر په امتحاني نمونې کارکوي

د تکنالوژۍ یو اسرائیلي شرکت چې پنځلس کاله یې د یوه مساپر وړونکي ډرون یا بې چلونکي الوتونکي موټر په جوړولو لګولي، خوشبین دی چې دغه یو نیم زر کیلوګرام وزن لرونکی ډرون به یې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې مارکیټ ته راووزي.

دغه ډرون چې کورمورنت نومیږي، الوتونکی موټر بلل کیږي، او د پنځه سوه کیلوګرام وزن د انتقالولو ظرفیت لري او په ساعت کې د ۱۸۵ کیلومترو په سرعت مزل کوي. دغه بشپړ اتومات موټر خپل لومړنی پرواز د تیرکال د نومبر په میاشت کې ترسره کړ. بیه یې څوارلس میلیونه امریکایي ډالره ده.

د اربن ایروناتیکس شرکت انجنیران وايي له دغه ډرون څخه د جګړې له ډګر نهد پرسونل د انتقال او د جنګ میدان ته د عسکرو د انتقال لپاره کار اخیستل کیدای شي.

د اربن ایروناتیکس شرکت رئیس رفیع یولي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي که چیرې د ښار په یوې برخې کې اټومي یا کیمیاوي بمونه استعمال شي دغه ډرون د پیښې ځای ته ورتلی شي او لړل شوې ساحه له کیمیاوي موادو پاکولی شي.

یولي په ۲۰۰۱ کال کې د اسرائیل په مرکزي برخه کې په یو لوی هنګر کې خپل شرکت افتتاح کړ څو دغه ډرون جوړ کړي. هغه وايي ډرون یې له هلیکوپتر څخه مصئون دی ځکه د ودانیو ترمنځ او د برق د لینونو لاندې پرواز کولی شي او د دې خطر نه پیداکیږي چې څرخونه یې له کوم شي سره ټکر وکړي.

په دغه ډرون باندې باید نور ډیرکار هم وشي څو د دې جوګه شي چې د یو مستقل تولید په توګه خرڅلاو ته وړاندې شي.

دغه ډرون چې د فعالیت د جواز د اخیستو لپاره باید د اسرائیلو د حکومت د هوايي چلن ټول معیارونه مراعات کړي، د نومبر په میاشت کې د امتحاني پرواز پرمهال یې د سنسرونو له خوا د معلوماتو د استولو په برخهکې ځینې کوچنۍ ستونزې ولیدل شوې.

د اسرائیلو د هوايي چلن د چارو یو کارپوه ویلي دغه ډول یو ډرون کولی شي د جنګ له ډګر څخه د ژوبل شوو پوځیانو د انتقال په ګډون د نظامي ځواکونو لپاره ډیرې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG