د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو نیول شوي فعالین وشړل


اسراېلو نن اعلان وکړ چې د هغو اووه سوو خارجی فعالینو د شړلو کار یې گړندی کړی دی چې داسراېلو پوځی کوماندوگانو د غزې لپاره په مرستو بار څو کېښتېو باندی دمرگانئ حملې په دوران کی نېولی وو.

سل کسان چه په بسونو سپاره وو نن سهار دوخته اردن ته وشړل شول.

په دغو خلکو کې دېرش تنه اردنېان هم شامل دي او څو تنه یې د اندونېزېا، پاکستان او یو شمیر نورو یې د موریتانیا او یمن په شمول د هغو عربی ملکونو اتباع وو چې له اسرائیلو سره دیپلوماتیکي روابط نه لري.

ځینو کسانو دا شکایت کاوه چه اسراېلو ورسره ډېره بی ر حمانه روېه وکړه. اسراېلو پرون اعلان کړی ؤ چه د فلسطېېنانو ټول نېول شوی خارجی ملاتړ کوونکي به وشړی. ځېنی ېې مخکی لېږل شوی ؤ.

د اسراېلو دصدراعظم بنجا ېامېن نتن ېاهو ېوه وېاند ووېل چه دې جمله ځېنی کسان داسی هم وو چه اسراېلو غوښتل داسراېلو په کوماندوگانو باندی ېې دحملو په وجه محاکمه کړی.

کله چه وړمه ورځ داسراېلو کوماندوگان په سمندر کی دترکېې دمرستو په ېوه کېښتئ کی د هلېکوپترو نه راښکته شول نو په حمله کی نهه کسان ووژل شول ، چه په ټوله نړئ کې ېې سخته غندنه وشوه.

د ترکېې حکومت داسرېلو دا عمل قتل عام وباله او غوښتنه ېې وکړه چه اسراېلو ته باېد سزا ورکړ شی. پرون دامنېت شورا دېوه بی کرفه او شفاف تفتېش غوښتنه وکړه.

د امنېت دشورا پنځلسو غړو هغه اعمال وغندل چه د خارجی فعالېنو د وژنی سبب شوی دي.

دامرېکا غږ خبرېال لووېس رمېرېز واېې چې تر سلو نه زېات هغه مبارزېن چې د مرستو له بېړېو سره غزی ته تلل د اوردن سرحد ته رسېدلی دی.

ځکه اسراېېلو وېلی دی چی دا ټول کسان به چې د اندونېزېا، پاکستان، مورېتانېا، او ېوشمېر نوروهېوادونو خلک پکې شامل دی، بېرته به ېې خپلو ملکونو ته ستانه کړی.

په دغو کسانو چی بېرته به خپلوملکونو ته ستانه کړی شی خبرېالان هم شامل دی. په دغو کسانو کې ېوه سړی داسراېېلو له خوانه سلوک وحشېانه بللی دی:

"هغه څه چې هغه لېدلی دی هغه ېوه غمژنه او خونړۍ صحنه وه. هغه واېې چې ده فکر کاوه چې اسراېېل ېو دېموکراتېک هېواد دی، نو دوی به د جگړه مارو او ملکېانو ترمنځ توپېر وکړی. او دملکېانو ترمنځ به د خبرېالانو اوملکېانو او بشری حقوقو د مبارزېنو توپېر وکړی. خو دی داسراېېلو په عمل چې دومره له تشدد نه ډک و حیران شو".

رپوټ واېې چې اسراېېلو د چپاو وېډېو خپره کړېده د ټوپکو ډزی او چېغی ناری داڅرگندوی چې کله د اسراېېلو کومانډو گان له هېلېکوپټرنه، د ترکېې په بېړی کې راښکته شول، هلته د تشدد شېبی شروع شولی.

بل خوا، د ترکېې دپارلمان غړو نن دترکېې د حکومت نه وغوښتل چه اسراېلو سره دې په ټولو سېاسی، اقتصادی او پوځی اړېکو باندی له سره غور وکړی. نن دترکې پارلمان ېوه پرېکړه منظو رکړه او د غزې سرع نژدی ېې داسراېلو له خوا دمرستو په کېښتېو باندی حمله د ملگرو ملتونو دقوانېنو نه څرگنده سرغړونه وبلله.

XS
SM
MD
LG